(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۶، يکشنبه)
طالبانو د دايکندي ولايت مربوط په ګيزاب ولسوالۍ کې په پوځي مرکزونو او پوستو بریدونه کړي چې په وينا يې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او په زياته اندازه وسلې او مهمات يې نيولي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر اکاونټ لیکي، په دغه بریدونو کې د اووه کوماندویانو په شمول ۶۴ عسکر او پوليس وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان دي.
د ښاغلي مجاهد په وينا، د عملياتو په ترڅ کې یو کنډک، يوه پوځي قرارګاه او شل پوستې طالبانو نيولي زياتوي چې د دوو قوماندانانو (د قطعې قوماندان رحمان شاه- د ملي اردو قوماندان حاجي کاروان) په شمول لس عسکر طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي دي.
طالبان وايي، د جګړې په پايله کې ۳۷ ميله سپکه او درنه وسله، څلويښت موټرسيکلونه، یو رینجر موټر او زرګونه فايره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ هم طالبانو نيولي دي.
د دایکندي سيمه ييزې امنیتي سرچينې وايي، طالبانو په سيمه کې په پوځي مرکزونو له درې خواوو بریدونه پيل کړي و چې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچينې په وينا، کم شمير عسکرو له سیمې ځانونه ايستلي او ډيری نور د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ځينې يې طالبانو ژوندي له ځان سره وړي دي.
تر اوسه د دایکندي ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


















