غزل: شرافت ویاړ

باران شوی دی لامده دي دېوالونه!
نړېدلي دي زاړه دي دېوالونه!

په چاکو کې د انسان غوښې دي بندې!
نژدې مه ورځه درانه دي دېوالونه!

را نژدې شه او د زړه خبرې وکړه!
یو څه نه اوري کاڼه دي دېوالونه!

پر دې کلي بېګا بیا بمباري شوې!
را ړنګ شوي دي پراته دي دېوالونه!

نه یې روح نه یې حواس او نه یې زړه شته!
شرافته له موږ ښه دي دېوالونه!

مربوطه مطالب

Back to top button