د نيپال لومړی وزير: هند دې په سملاسي توګه زمونږ له خاورې ووځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۸، سه شنبه)
د نيپال لومړي وزير (کې پې اولي) له هند غوښتي چې په سمدستي توګه دې خپل پوځيان د دوی له خاورې اوباسي.
هند تورې اوبه، ګلګت بلتستان او د پاکستان کشمير لاندې ځینې په خپله نوې نقشه کې راوستي دي.
خو د نيپال لومړی وزير وايي، تورې اوبه د نيپال، هند او تبت ترم نځ یوه درې اړخيزه مسئله ده او هند دې په سمدستي توګه له یادې سيمې خپل پوځيان اوباسي.
له تيرو څو اوونيو راهيسې په نيپال کې له دې کبله مظاهرې روانې دي چې هند تورې اوبه هم په خپله نوې نقشه کې د خپل هيواد برخه ګرځولې ده.
دا لومړی ځل دی چې د نيپال لومړی وزير د هند د نوې نقشې په تړاو په څرګنده خپل دريځ روښانوي زياتوي که هند له يادې سيمې خپل پوځيان و ايستل نو دوی به بيا ورسره خبرې وکړي.
تر دې مخکې پر نوموړي نيوکه کيده چې د تورو اوبو یادونه نه کوي خو نوموړي پرون په لومړي ځل وويل، چې بهرني ځواکونه دې له یادې سيمې ووځي او زياته يې کړه چې د خپل هيواد یو اینچ ځمکه به هم چاته پرېنږدي.
د نيپال چارواکي وايي، هند پر ۱۹۶۲ کال له چین سره له جګړې وروسته د نيپال له شمالي پولې ټولې سرحدي پوستې لرې کړې، خو یوازې تورې اوبه پاتې شوې زياتوي چې له دغه جګړې یو کال مخکې ۱۹۶۱ کې نيپال په یاده سيمه کې سرشميرنه کړې وه چې هند کوم اعتراض پرې نه درلود.



