ای ځوانه ! طالب ترهګر  او دهشتګر نه دی

لیکوال :شهاب لیوال

ای د دولت په خوا کې ولاړه ځوانه ! ته  طالب ولې د ترهګر په نوم یادوې ؛ ته ولې له طالبه کرکه کوې ؛ آیا د طالبانو ډله رښتیا مسلمان وژونکې ده !? په دې خو ټول متفق یو چې افغانان ۹۹%مسلمانان دي  ‏او دلته یو واحد دین رسمیت لري چې هغه داسلام مقدس دین دی، رابه شو داسلامي اساساتو په بنا او موخذ  د طالبانو اعمال او کړنې به وڅیړو .

الله تعالی ولې مسلمانانو ته امر کړی چې له یهود او نصاراو سره ملګرتیا ونکړي .

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 120]ولَن تَرْضٰى عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصٰرٰى حَتّٰى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدٰى ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ الَّذِى جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ)

يهوديان او عيسويان به هیڅكله له تا څخه خوشحاله نشي، تر څو ته د هغو په لاره (دين)لاړنشنې.

بیا خو طالبان له بل هرچا په دې کار کې برلاسي دي زکه هغوی دامریکا د اشغال په مقال کې ولاړ دي له هغوی سره ملګرتیا نه بلکه دښمني پالي.

اوبیا الله تعالی په خپل کتاب قرآن عظیم شان کې فرمایي چې ای مومنانو تاسو مه نیسئ زما دښمنان خپل لره دوستان .

[سُوۡرَةُ المُمتَحنَة : 1]يأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّى وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَآءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَآءَكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ ۙ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهٰدًا فِى سَبِيلِى وَابْتِغَآءَ مَرْضَاتِى ۚ تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا۠ أَعْلَمُ بِمَآ أَخْفَيْتُمْ وَمَآ أَعْلَنتُمْ ۚ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِيلِ)

اې مومنانو ، كه تاسې زما په لاره کښي د جهاد كولو لپاره او زما د رضا د ګټلو په خاطر (وطن پرې ايښی او له كورونو څخه) وتلي ياست؛ نو زما او ستاسي دښمنان، خپل دوستان مه نيسئ. تاسې له هغوى سره ملګرتیا  کوئ، پداسې حال کې كوم حق چې تاسې  ته راغلى دى، د هغه له منلو څخه هغوى انكار کړيدى؛ او د هغو چلند دا دى چې پېغمبر (ص) او پخپله تاسې صرف پدې ګناه له وطن څخه ایستلي یاست  چې تاسې پخپل رب الله باندې ايمان راوړى دى.

 تاسې په پټه هغوى ته ملګرتیا  پيغامونه ليږئ، پداسې حال کې څه چې  تاسې په پټه كوئ او څه چې په ښكاره كوئ، په هر څه زه پوهېږم. هر څوك چې ستاسې څخه داسې وکړي، هغه په يقيني توګه له سمې لارې څخه بېلارې شوی.

درنو ځوانانو او پیغلو تاسو د دې هیواد ستنې یاست که تاسو د دې هیواد دزعامت لپاره دالله تعالی د دښمنانو دوستانو سره ودریګۍ او له هغوی نه ملاتړ اعلانوۍ نو په ورځ د محشر به الله تعالی ته مسئول یاست .

که تاسو فکر کوۍ چې دطالبانو جهاد هسې یو ټپل شوی جنګ ده او طالبانو نه د یوې مهرې په صفت استفاده کیږي او دوي نه پوهیږي چې د دوي د قربانیو پایله څه کیږي او دا عظیم جهاد نه بلکه یوه استخباراتي پیچیدلې لوبه ده چې د نړۍ ابر قدرته هیوادونو ترمنځ د نفتو ،مخدره موادو او جنګي تجهیزاتو لپاره په کار اچول شوې ،تیروتنه کوۍ تاسو یا خو په دیني احکاماتو خبر نیاست او یاهم د شخصي ملحوظاتو له مخې دا شان فکر لرۍ ،الله تعالی په خپل کتاب کې مومنانو ته داسې وایي[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 15]إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ ءَامَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجٰهَدُوا بِأَمْوٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ۚ أُولٰٓئِكَ هُمُ الصّٰدِقُونَ) په حقيقت کي خو مؤمنان هغه دي چي پر الله او د هغه پر پېغمبر یې ايمان راوړ. بيا هغوى څه شك ونکړ او په خپلو مالونو او سرونو سره یې د الله په لاره کې جهاد وکړ. همغوى رښتيني خلك دي.

ښه اوس تاسو ووایاست چې طالبانو د چا په مقابل کې وسله پورته کړې؛ آیا دالله تعالی دښمنانو «امریکایانو »زمونږ هیواد نه دی اشغال کړئ، دلته یې کفري دیموکراسي نه ده نافظه کړې ،آیا په افغانستان کې شرعي نظام شتون لري ?  دا شپنۍ چاپې ړندې بمباری او زمونږ د کورونو ،کروندو او بازارونو سوزول دوی ته روا دي?!

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 190] وَقٰتِلُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقٰتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ)

او تاسې د الله په لار کې له هغو كسانو سره وجنګیږئ، چې ستاسي سره جنګیږي، خو تېرى مه كوئ چې الله تېرى كوونكى نه خوښوي.

اې ځوانانو طالبان ترهګر نه دي ! طالبان ستاسو او ددې هیواد ژغورنکي دي، دوي دالله تعالی په دین  له تاسو ډیر پوهیږي دوي خپله عقایدو مجبوره کړي چې له خپله کور ،کلي ،بچیانو مور او پلاره لرې په غرو اورغو کې تاسو او ستاسو ددین په خاطر شپې صبا کړي ،طالبانو ته ترهګر مه وایاست چې الله تعالی به سخت پوښتنه درځنې وکړي .

ترهګر کفار او دهغوی لاسپوڅي او داخلي اجیران دي چې  شپې په خوب کې مو وژني بندیانوي او زخمیانوي مو .

رازی لومړۍ له هرڅه دمخه خپل دین زدکړو بیا دخپل پاکو عقایدو پر بناء پریکړه وکړو چې اصلي ترهګر څوګ دي .

مربوطه مطالب

Back to top button