قاطع ملاتړ: د چورلکې نسکوريدل او پکې د دوو امریکايي عسکرو وژل تاييد کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۹، چهارشنبه)

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت تاييد کړې چې نن د چهارشنبې په ورځ د چورلکې نسکوريدو پېښه کې يې دوه عسکر وژل شوي دي.

د قاطع ملاتړ خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عسکر امریکايي دي او د امریکا دفاع وزارت د پاليسۍ له مخې به يې په راتلونکو څلورويشت ساعتونو کې هويت په ډاګه کړي.

ناټو د چورلکې نسکوريدو ځای او څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی خو زياتوي دوی يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

تر دې مخکې طالبانو په یوه اعلامیه کې ويلي و چې د لوګر ولايت په څرځ ولسوالۍ کې يې د ګډو ځواکونو هغه چورلکه نسکوره کړې چې سيمې ته د چاپې په موخه راغلې وه.

د لوګر چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي خو د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې د چورلکې نسکوريدو پېښه کې لسګونه بهرني او د ځانګړو عملياتو عسکر وژل شوي، چورلکه په بشپړه توګه د اور خوراک شوې.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد د چاپې د رهبرۍ مرکز څخه د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ ليکي: په چورلکه کې ۵۴ تنه بهرنيو او د صفر يک ځانګړې قطعې عسکرو شتون درلود چې ټول پکې وژل شوي دي.

ويل کيږي، د چورلکې نسکوريدو وروسته بهرنیو ځواکونو سيمه کلابنده کړه او وژل شوي پوځيان يې د نورو امبولانس چورلکو په واسطه له سيمې انتقال کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button