کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې لس کسيزه ډله دولتي ځواکونو سره يوځای شوې ده.
له هغه وروسته چې طالبانو ننګرهار کې د داعش ډلې پر وړاندې پرېکنده عمليات پيل کړي و، په سلګونو داعش جنګيالي له دولت سره يو ځای شوي دي.
دولتي ځواکونه وايي، دغه ۱۰ داعشیان تېره ورځ په اچین ولسوالۍ کې له لس میله کلاشنکوفونو سره دوی ته تسليم شوي دي.
که څه هم دولت په ښکاره د داعش پر وړاندې د سختو ګامونو يادونه کوي؛ خو د چارو شنوونکي او مبصرین د حکومت پر پاليسیو شک لري، چې ګويا داعش ډله د طالبانو پر ضد د يوې وسيلې په ډول کاروي.


















