فراه: پر یوه مسجد بمبار کې نهه ملکيان وژل شوي، اته ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳، يکشنبه)

د فراه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو پر يوه مسجد بمبار کړی چې له امله يې اوولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه برید پرون ماښام د يادې ولسوالۍ په ګجګين سيمه کې شوی چې د ځآيي اوسيدونکو په وينا نهه تنه ملکي کسان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

په وژل شويو کې کوچنيان او سپينږيري هم شامل دي.

د فراه امنيتي سرچينې په یاده سیمه کې په هوايي برید کې د ملکي کسانو تلفات تاييدوي خو ولايتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دی ويلي.

طالبانو په یاده سیمه کې پر مسجد او ملکي خلکو برید د امریکايي اشغالګرو کار او جنایت بللی دی.

ډير کله د بهرنيو او دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي ميشت ځايونه، کلي، کورونه، مسجدونه او کلينيکونه په نښه کيږی چې د مالي زيان تر څنګ خلکو ته پکې ځاني زيانونه هم اوړي خو دولت او بهرنيان يې په اړه چوپه خوله وی.

مربوطه مطالب

Back to top button