کابل ټکى کام (یکشنبه، ۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د واشنګتن او تهران تر منځ د روان کړکېچ پر دوام امریکا له ټولنیزو شبکو غوښتنه کړې تر څو دایراني چارواکو حسابونه وتړي.
د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له فیسبوک، ټویټر او انسټیاګرام څخه غوښتنه کړې ده چې د ایراني چارواکو حسابونه بند کړي.
براین هوک، له بلومبرګ شبکې سره په مرکه کې ویلي، څو پورې چې ایرانیانو انټرنټ ته لاسرسی نه وي موندلی، تر هغو دې د ټولو ایراني چارواکو حسابونه وتړل شي.
هوک، ایراني چارواکي په دوه ګوني چلند تورن کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دوی خپله له انټرنټ څخه کار اخلي خو خلک یې بیا له دې خدمتونو څخه بې برخې کړي دي چې دا له ایرانیانو سره ظلم او جفا ده.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې په ایران کې تر پراخو لاریونونو وروسته ایراني حکومت پر خلکو انټرنټي خدمتونه بند کړي دي.
بلې خوا بیا ایران ویلي، که دوی پوه شي چې روانو لاریونونو کې کوم هیواد لاس لري؛ تهران به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.


















