کاناډا کې نوي حکومت په دنده پیل وکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

په کاڼاډا کې د “لیبرال” ګوند په مشري لومړي وزیر “جاستین تروډو” په رهبري نوي حکومت د لوړې په ځاي کولو سره په رسمي توګه په دنده پیل و کړ.

د يادونې وړده چې د “ټروډو” دنوي حکومت په کابینه کې ځینې مهم تغیرات ترسترګو کیږي.

د “ټروډو” په نوي کابینه کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر “کرستیا فري لانډ” د لومړي وزیر د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

همدا رنګه په نوي کابینه کې د کاناډا په پارلمان کې د “مونت ریل” د ایالت استازی “فرانچویس فیلیپ شمپاین” د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

ياده دې وي چې کاناډا د عامه امنیت پخواني وزیر “رالف ګودال” چې په تيرو ټاکنو کې يې پارلمان ته لاره پیدا نه کړه د “تورنټو” ايالت دوالي په توګه ټاکل شوي او د تورنتو د پولیسو پخوانی مشر بیل بلایر د عامه امنیت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د کاناډا په نوې کابینه کې دوو تنو مسلمانو وزیران هم په دنده ټاکل شوي دی.

سومالیا الاصله “احمد حسین” د کورنۍ، ماشومانو او ټولنیزې ودې د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان افغان الاصله ميرمن “مریم منصف” چې په تیره کابینه کې يې د نړۍوالې پراختیا د وزیرې په توګه دنده ترسره کوله په نوې کابینه کې د ښځو او جنسي مساواتو د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده. 

مربوطه مطالب

Back to top button