یوناما په حکومت غږ کړی چې د جنسي ځورونو پر وړاندې خپلې هڅې چټګې کړي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

له هغه وروسته چې په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونو راپورونه رسنیز شول؛ یوناما له حکومت غوښتي چې د دې ځورونو پر وړاندې خپلې هڅې چټکې کړي.

یوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، د جنسي ځورونکو پر وړاندې دې د مجازاتو معافیت له منځه لاړ شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د ښځو پر وړاندې له کورني تاوتریخوالي رانیولې، جنسي ځورونه، د سولې او جنګ په وخت کې له بشري حقونو د هغوی محرومیت، د ښځو د روحي فشار لامل ګرځي او دا چاره د دې باعث کېږي چې پر وړاندي یې تاوتریخوالی لا ډېر شي، نو حکومت ته په کار ده چې د هغوی د حقونو لپاره خپله مبارزه لا دوامداره وساتي.

خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د ‘ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله کاږي، له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې تر ډېره ښځو خپل رول ادا کړی دی او نوموړي ډاډ ورکړی دی چې دوی یې ترڅنګ ولاړ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button