کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د شمالي کوریا ولسمشر” کيم جونګ اون” د جنوبي کوریا له پولې سره نېږدې خپلو ځواکونو ته د توپونو د ډزولو امر کړی.
د شمالي کوريا د رسمي خبري آژانس “یونهاپ” د خبر له مخې ولسمشر “کیم جونګ اون” د جنوبي او شمالي کوریا دپولې په صفري نقطه کې له خپلو پوځيانو سره ليدلي.
ښاغلي “کیم” د خپلو ځواکونو د ليدلو په مهال هغوی ته هره شيبه د جګړې پيښدو خبر ورکړ او توپچي ځواکونو ته يې د جنوبي کوريا پولې ته څيرمه د يو هدف د ويشتلو امر وکړ.
د راپورونو په اساس د شمالي کوريا توپچي ځواکونو ياد هدف د کيم په مخکې ويشتلی او ولسمشر يې ستاينه کړې.
د جنوبي کوریا د دفاع د وزارت ویاند بيا په خپلو څرګندونو کې ویلی دي چې شمالي کوریا د جګړې نيت لري اود توپونو وروستيو ډزو سره ددواړو هيوادونو ترمنځ هغه تړون مات شوی چې د روان کال د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه پوځي چارواکو ترمنځ لاسليک شوې وه

















