ضمیرکابلوف: ممکن طالبان د بېجینګ بین الافغاني غونډه وځنډوي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
دافغانستان په اړه ځنډول شوې بین الافغاني ناسته چې تمه وه راتلونکې اونۍ تر سره شي؛ سرچینې وایي طالبان به یې دځینې عوارضو له امله وځنډوي.
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف ويلي، طالبان د کابل د هیئت له جوړښت او غړو سره خوشحاله ندی، نو لهذا هغوی غواړي چي د بېجینګ بین الافغاني مجلس وځنډول شي.
دا غونډه چې تېره میاشت کېدونکې وه، لومړی دحکومتي لوري دمخالفت له امله وځنډول شوه، اوس د طالب استاځو دمخالفت له امله ځنډول کېږي.
تر دې وړاندې یوشمېر سیاسیونو هم ویلي وو چې حکومت سولې ته لېوالتیا نه لري، غواړي یادې او دېته ورته نورو غونډو ته دصالح او نور سوله ضد اشخاص واستوي، تر څو د جنګ روان ماشین لا شدت و مومي.
تیره ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې ولسمشر اشرف غني ورته ویلي تر څو دې غونډې ته نه خپله، او نه هم نور سیاسیون واستوي، ځکه چې هیڅوک دحکومت مخالفینو سره له حکومتي رهبرۍ بغیر ناسته نشي کوی.
کرزي زیاته کړې، دامهال دسولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ حکومت او خصوصا د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم دی، کرزي امریکا او طالبان دواړه د سولې تکمیل شوې مسودې لاسلیک او یو تاریخي تحول ته رابللي وو.


