ولسمشر غني او سوله تر خپل منځ سره متضاد لوري!!

غورځنګ
د امريکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په پيل کې هم په ولسمشر غني ګومان کېده چې ګواکې د سولې مخالف دی. او سوله نه خوښوي، ځکه چې کله به يې ټرمپ ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدا لپاره ليک لېږلو او کله به يې بيا امريکايانو ته پېغور ورکاوه چې له افغانستان څخه په تګ به د خپلو پوځيانو هغه مرګ ژوبله هېره کړئ! کومه يې چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د ترويج لپاره کړې ده.
کله چې امريکايان او طالبان د سولې مسودې لاسليک کېدو ته نږدې شول نو د ولسمشر بڼه ډېره پيکه او مړه ښکارېده، داسې انګېرل کېده چې ګواکې د ولسمشر د بخت ستوری نور په لوېدو دی که څه هم په دې وخت کې د ولسمشر غني ټولې هڅې په دې راټولېدې چې څنګه وکړای شي، افغان سوله يا د طالبانو او امريکايانو تر منځ سوله او مذاکرات لغوه کړي؟
په همدې تکل به يې کله ټرمپ ته زارۍ او منتونه کول، کله به يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته لیکونه لېږل چې طالبانو ته يې ولې د ازادو سفرونو اجازه ورکړې ده؟؟
له همدې امله د سولې په لغوه کېدو کې هم شنونکي په دې باور دي چې ولسمشر غني لاس درلودلو. يعنې د ولسمشر غني په توسط د سولې خبرې اترې بېرته لغوه اعلان شوې.
په دغه وخت کې ولسمشر غني امريکايانو ته ډاډ ورکاوه چې ګواکې په افغانستان کې به داسې ولسمشريزې ټاکنې تر سره کړي چې کمسارې به وي خو ټاکنې هغه ډول تر سره نه شوې کوم ډول چې امريکايانو ارزولې، بلکې د امريکايانو د هيلو خلاف افغان ولس له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ.
په همدې اساس ټرمپ د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته او خصوصاً اوس بيخي په ولسمشر غني او د ده په اداره باندې خپل اعتماد ختم کړی. ځکه چې د يونيم ميليون ټاکنو شمېرنه هم لا تر اوسه نه ده شوې. او پايلې يې لا تر اوسه هم له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
بل لور ته ټرمپ پتېيلې وه چې افغان ولس هسې هم سولې ته اړ دی نو راځه دا د ولسمشر غني ټاکنې به هم وازمايو او که ناکامې شوې نو بېرته به د سولې خبرې له هماغه ځايه پيل کړو په کوم ځای چې توقف شوې وې.
په همدې پار يې دا دی اوس يو ځل بيا د سولې خبرو د پيلولو اعلان وکړ او د ځينو خبري سرچينو په حواله زلمی خليلزاد اوس له بشپړ واک سره قطر کې له طالبانو سره د بيا خپرو پر پيل غور کوي.
خو دا چې سولې ته تر بل هر چا او هر وخته زيات افغان ولس اړ دی نو په دې اساس سوله د افغان ولس اړتيا ده، او کله چې څوک جګړه بندول غواړي. او په خپل هېواد يا خپلو خلکو ته د سولې راوستل غواړي نو له زياتو شخصي ګټو به تېرېږي. لکه اوس مهال چې طالبانو ټولې نړۍ ته د سولې په باب خپله مشروع مسوده وړاندې کړې ده. او ټوله نړۍ يې په دې قانع کړې ده چې افغانان په هر صورت سوله او د افغانانو په خوښه د يوه نظام جوړېدل غواړي.
مګر ولسمشر غني په سوله کې خپلې شخصي ګټې لټوي، د جمهوريت ساتنه پکې لټوي او غواړي چې هم يې شخصي ګټې خوندي وي، هم يې جمهوريت او ولسواکي خوندي وي او هم يې د جنس پلورنې بازار ګرم ساتلی وي.
ولسمشر غني په دې کار نه لري او نه يې هم زور او تاوان وررسېږي، که افغان ولس هر څومره وژل کېږي، که د هر چا له لوري وژل کېږي؟ که هر څومره بنديانېږي او يا يې کورونه نړېږي. که هر څومره بمباردونه پرې کېږي. نو ولسمشر ته يې تاوان نه رسېږي بلکې تاوان يې امريکا او افغان ولس ته اوړي.
څومره جنګي سامان الات چې په افغانستان کې د غني ټيم او نور امريکا پلوي کاروي، په مطلق ډول ټولې امريکايي دي، نو ځکه خو يې دا ډول تاوان مکمل امریکا ته وراوړي، ولسمشر غني ته يې دغه ډول تاوان په صفري حالت کې قرار لري.
بل لورته ځاني تلفات د امريکا په وحشي چاپو کې مرګ ژوبله او نور هر ډول تاوان د افغان ولس دی. نو ولسمشر غني په افغان ولس څه کوي؟؟
کله چې ولسمشر غني افغان ولس ته ژمن پاتې شو نو بيا خو پخپله سوله راځي.
نو ځکه وايو چې سوله او ولسمشر غني تر خپل منځ سره متضاد لوري دي.



