پاکستان: محکمې د لوی درستيز د دندې تمديد وځنډاوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان سترې محکمې د ځمکني پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې د تمدید اعلان وځنډاوه. د دوشنبې په د نومړي د دندې غځولو پر ضد پرون دوشنبه محکمې ته درخواست ورکړل شوی و.

محکمې هم د لوی درستيز د دندې غځولومسله د ټولګټو اړوند وبلله او په دې هکله یې پرېکړه بل وخت ته وځنډوله. محکمې د قمر جاويد باجوه د دندې غځولو لپاره د سیمې د امنیتي حالت علت راوړلو تشريح وغوښته.

د قاضي په خبره لومړی وزیر نشی کولی، د پوځ د مشر دنده وغځوي، بلکې یوازې د پاکستان ولسمشر دا صلاحيت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button