کابل ټکى کام (سه شنبه، ۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د البانیې په لودیځو سیمو کې سختې زلزلې شوي چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د دې زلزلې شدت د رښتر په کچه په ځینو سیمو کې درې اعشاریه شپږ او په ځینو کې بیا څلور اعشاریه شپږ درجې ښودل شوی دی چې له امله یې ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي.
د یاد هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې مرکز د تیرانا ښار وو او په همدې ښار کې یې شپږ کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکو ویلي چې د دې سیمې له بیلابیلو برخو څخه یې د ۱۵۰ کسانو د ټپي کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي چې د ځینو هغو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.
چارواکو ویلي، زیانمنو سیمو ته یې مرستندویه ټولنې لېږلي دي او دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره د مرګ ژوبلې کره شمېر له رسنیو سره شریک او اړمنو ته مرستې ورسوي.


















