پاکستان: د جمعيت علماء اسلام پر یوه مشر مفتي کفايت الله حمله شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۶، چهارشنبه)
په پاکستان کې د جمعيت علماء اسلام (ف) ګوند پر یوه مشر مفتي کفايت الله او د هغه پر حمله ترسره شوی دی.
د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، مفتي کفايت له اسلام اباد څخه مانسهرې ته پرلاره و چې د مانسهرې انټرچينچ سره تر وسله وال بريد لاندې راغلی دی.
د مفتي کفايت الله زوی حسین کفايت الله وايي، لومړی د دوی موټر سره بل موټر ټکر شو او وروسته پر موټر کې پر سپرو کسانو حمله وشوه چې په ترڅ کې يې د مفي کفايت الله په شمول د هغه دوه زامن ټپيان شوي دي.
نوموړی زياتوي، حمله کوونکو يې پر پلار د اوسپنې ډنډو ګذارونه کړي او له موټره يې د هغه د غورځولو هڅه کوله.
پوليس وايي، پر مفتي کفايت الله د بريد کوونکو پنځو نامعلومه کسانو پر خلاف يې مقدمه درج کړې او د بريد کوونکو پلټنې يې پيل کړي دي.



