بدخشان: طالبانو د درې قومندانانو په شمول دولس محلي پوليس ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۶، چهارشنبه)

طالبانو د بدخشان ولايت په نسي ولسوالۍ کې د درې قومندانانو په شمول دولس تنه محلي پوليس له خپلو وسلو سره ژوندي نيولي دي.

يادو پوليسو غوښتل چې طالبانو ته کمين ورکړي خو د طالبانو له ناڅابي بريد سره مخ شوي او ټول ژوندي په لاس ورغلي دي.

پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د دره جوی مونخرې سيمه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو رسنيو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د عبدالباري، قدرالله او حسين په نومونو درې قوماندانان او نهه محلي پوليس يې ژوندي نيولي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي: ” د قومندان عبدالباري، قدرالله او حسین په نومونو د ۳ قومندانانو په ګډون ۱۲ تنه هغه اربکیان ژوندي ونیول شول چې مجاهدینو ته یې د کمین نیولو اراده درلوده”.

طالبان وايي، له نيول شويو پوليسو يې دولس ميله وسلې، دوه مخابرې او بيلابيل ډوله مهمات هم ترلاسه کړي دي.

په وروستيو کې طالبانو د شپې دوربینونو، ليزري او پرمختللو وسلو ته لاس رسی پيدا کړی چې د شپې له خوا پر دولتي تأسياستو او پوځي مرکزونو باندې پکې له بريدونو کار اخلي او تر ډيره يې بريدونه بریالي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button