ښځه په اسلام او ديموکراسۍ کې

ليکوال: نقيب الله احمدي

اسلام يو کامل او شامل دين دی، د بشريت ټول مشکلات يې حل کړي دي، څوک چې د اسلام په اصولو عمل کوي په انساني ژوند کې له هېڅ راز ستونزې سره نه مخ کېږي، نن سبا چې د ښځو د ازادۍ او حقوقو نارې اورېدل کېږي او ځينې د اسلام په لمن داغ لګوي، چې له ښځو سره ظلم کوي يا يې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او متمدنې غربي ديموکراسۍ ورته مساوي حقوق ورکړي دي؛ و به ګورو چې رښتيا هم اسلام له ښځې سره ظلم کړی دی؟ او ديموکراسۍ ورته د عدل او انصاف زمينه برابره کړې ده؟.

ښځه په اسلام کې:

د اسلام په مقدس دين کې ښځه د نارينه په څېر ډېر ارزښت لري او په ډېرو امورو کې له نارينه سره برابره ګڼل شوې ده لکه په خلقت او د بشري نسل په ډېرښت کې الله جل جلاله فرمآيي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً)) سورة نساء/۱.

ژباړه: اې خلکو! و وېرېږئ له هغه رب ستاسې چې پيدا يې کړئ تاسې له يو نفس (ادم عليه السلام) څخه او پيدا يې کړه له هغه جوړه(ښځه) د هغه او بيا يې له هغو دواړو څخه ډېر نارينه او ډېرې ښځې خپاره او تيت کړي دي.

لکه څنګه چې اسلام د عمل دين دی؛ نو په ايمان او عمل کې نارينه او ښځه جوخت او يو پر بل پسې ذکر کړای شوي دي لکه الله جل جلاله فرمايي: ((وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا)) سورة نساء/۱۲۴.

ژباړه: او هغه څوک چې له نېکو چارو څخه کوم نېک عمل وکړي برابره خبره ده عمل کوونکي نارينه او که ښځه په داسې حال کې چې مؤمن وي؛ نو دغه نېکوکاران به جنت ته داخل شي او پر دوی باندې به هېڅ قسم ظلم هم نه کېږي.

دا رنګه الله جل جلاله ښځه او نارينه په ثواب کې هم برابر کړي دي چې فرمايي: ((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ))سورة التوبه/۷۲.

ژباړه: او مومنا نارينه او مومنانې ښځې ځينې له دوی څخه په خپل منځ کې د ځينې نورو دوستان دي، خلکو ته د نېکو چارو په کولو امر کوي او بدو او ناوړه چارو څخه يې منعه کوي او لمونځ قائموي او زکات ورکوي او د الله تعالی او د ده د رسول فرمانبرداري کوي، همدغه نارينه او ښځې چې دې الله تعالی به ډېر ژر پر دوی رحم وکړي په تحقيق سره الله تعالی غالب او د حکمت مالک دی.

اسلام ښځه د جاهليت له تورو تيآرو څخه را ويستله اولين ځل چې د مکې په تورو غرونو کې د الله جل جلاله وروستی پيغمبر د توحيد له پيغام سره را ښکاره شو، تر ټولو مخکې زموږ مور حضرت خديجې رضي الله عنها ورته لبيک و وايه او دا ابدي وياړ يې په نصيب شو چې د اسلام له ا ولينو قبلوونکو څخه شوه، چې دا هم په اسلام کې د ښځې احترام او درناوی ده.

په ډېرو شيآنو کې ښځه له سړي سره مساوي ده؛ خو په ځينو مواردو کې چې د ښځې فطرت يې غوښتنه کوي بيا له نارينه سره مساوي نه ده او اسلام چې د فطرت دين دی، نو ښځې ته يې له ښځينه فطرت سره مساوي بار پر اوږو ور اچولی دی، ځکه د ښځې د بدن فزيکي جوړښت يا د اناټومي له نظره نسبت نارينه ته نازک، نحيف او کمزوری دی، څومره سختي او بوج چې نارينه پورته کولی شي ښځه يې په فطري لحاظ نشي پورته کولای؛ نو ځکه اسلام د ښځې لپاره همغه د فطرت لاره غوره کړې ده تر څو يې په حقوقو تېری و نه شي، دا چې ښځې له نارينه سره په فطري ډول فرق لري؛ نو له نارينه څخه يې مسؤليتونه هم کم دي، چې په لنډوکې ورته اشاره کوو:

۱: د ښځو ديني او مذهبي مسؤليتونه: په ديني ډګر کې ښځې له سړيو څخه کم مسؤليت لري او د همدې لږ مسؤليت په سرته رسولو سره يې مسؤليت ادا کېږي او الله جل جلاله ورته پوره اجر او بدله ورکوي، لکه په ښځو د جماعت لمونځ نشته د اخترو لمونځ، د حيض او نفاس په وخت کې لمونځ ور باندې نشته، دا رنګه د چا د نفقې مسؤليت ورباندې نشته، په جهاد کې ګډون پرې فرض نه دی، که لاړې شي ثواب ورته شته او په غنيمت کې برخه ورکول کېږي.

۲: د ښځو ټولنيز مسؤليتونه: ښځه د کورنۍ ساتنه، حفاظت او پالنه کوي د ماشومانو پالل او روزنه يې اصلي دنده ده، د خپلو خپلوانو سره اړيکې ساتل او صله رحمي کول هم بايد سرته ورسوي د خلکو خير خواهي هم بايد ولري.

۳: د ښځو سياسي مسؤليتونه: ښځې به خپلو مشرانو ته سلا مشورې ورکوي، په نېکو امر او له بدو څخه به يې منع کوي، په غزواتو او جهاد کې برخه اخيستل او لازم خدمت او کارونه سرته رسول.

۴: د ښځو مالي مسؤليتونه: ښځې  کولای شي په خپله خوښه تجارت او اقتصادي کار وکړي، خپل مال په حلال تجارت واچوي او ګټه يې تر لاسه کړي.

د ښځو ټول مالي مصارف په پلار او بيا په خاوند باندې دي او هغه په ټول ژوندانه کې هېڅ مصرف په خپله نه کوي بلکې ټول مصارف يې په بل چا دي تر څو هغه وکولای شي خپله اصلي او ورسپارل شوې دنده سر ته ورسوي هغه د ټولو مالي مشکلاتو او ستونزو څخه بې غمه ده، د ښځو خوراک، څښاک، تعليم او زده کړه، پوښاک او د اوسېدلو ځای هر څه په بل چا اچول شوي؛ نو ځکه ښځې ته ډېر ضرورت نه پېښېږي چې له کوره د باندې ووځي او کار وکړي ځکه ټول مشکلات يې د کور دننه حل شوي دي.

په اسلام کې د ښځو حقوقو ته په کتو سره ښځه د احترام او درناوي وړ ده، اسلام ښځې ته عزت او درناوی ور په برخه کړی دی، ښځه يې د ملغلرې په څېر په ښکلي حجاب کې پوښلې تر څو يې د زمانې ګردجن نظرونه له مخ نه ايماني نورانيت ونه څنډي، او نه د نورو ايماني ځواک ته خطر پېښ کړي؛ ځکه ښځه په فطري ډول کورنی او له حيا ډک ژوند خوښوي؛ نو اسلام يې فطري غوښتنو ته احترام کړی او ښځې ته يې ډآډ او سکون بښلی دی، په اسلامي ټولنه کې ښځه د حيا او عزت ژوند کوي په مسلمانه جامعه کې يوې ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمنې په درندو الفاظو خطاب کېږي.

دلته ښځه په خپل کورکې د عزت او ابرو ءژوند کوي د پلار، مور، انا او بابا هر يوه پر خپل ځای احترام موجود دی، ښځه پر خپل کورني ژوند فخر کوي او له خپل خاوند او بچو سره د مينې، عزت او ابرو خوشاله ژوند تېروي، کورنی نظام حاکم ده هيڅوک بې سر پنا او بې سرپرسته نه دي.

خو دا چې له غربي ديموکراسۍ سره را الوتي د فيشن طوفان زموږ له ډېرو مسلمانو خويندو نه د سر پړوني يووړل دا د اسلام ګنا نه ده بلکه دا زموږ نيګړتيا ده، اسلام خو ښځه د نړۍ تر ټولو غوره متاع بللې ده نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: « الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ»

ژباړه: دنيا يوه متاع او سامان ده او د دنيآ تر ټولو غوره متاع نېکه او صالحه ښځه ده.

د اسلام په تاريخ کې موږ په ډېر جرات سره د خديجې، سميې، عايشې، صفيې، فاطمې، زينب او رابعې نومونه اخيستلای شو، چې د نړۍ ښځو ته يې ځلانده تاريخ پرې ايښی دی او تر ننه د زمانې وياړ دي، که نن هم زموږ مسلمانې خويندې د هغوی پر قدم لاړې شي او د اسلام په اصولو ژوند وکړي لرې نه ده چې معاصره نړۍ يو ځل بيا د سميې، عايشې، فاطمې او رابعې مثالونه په خپلو سترګو و ويني.

که چېرې ښځې ته خپلسري او افراطي ازدي ورکول شي بيا ورنه د زمکې پر مخ لويه فتنه نشته لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ((مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ))

ژباړه: ما له ځانه وروسته د سړيو لپاره له ښځو څخه پرته بله زيان اړونکې فتنه نه ده پرې ايښې.

نور بيا

مربوطه مطالب

Back to top button