روسيې، په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له لوري د ملکي وژنو “قضيو نه څيړلو” په اړه اندېښنه ښودلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لیندۍ ۱۰، یکشنبه)

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا د ملکي خلکو د وژنو او جنګي جرمونو د دوسيو تړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زخاروا وايي، د ۲۰۱۷م کال مخکې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا د ۵۲ ملکي وګړو د وژنې قضيو په اړه شواهد شته خو په وينا يې دغه دوسيې پرته له دې چې پلټنې يې وشي تړل شوي او هيڅوک پکې په رسمي توګه نه دي تورن شوي.

دغه راز ميرمن زخاروا د یوه ماین د خنثی کولو پر وخت د نيوزيلنډ ځواکونو د بې پروايۍ له کبله د اووه ماشومانو د وژنې او اووه تنو نورو د ټپي کيدو یادونه هم کړې ده.

روسيې په افغانستان کې د ملکي وګړو پرضد جنايتونه او د نړيوالو ځواکونو له خوا د ترسره کړو جرمونو غندنه کړې، د برتانوي او نوزيلنډ له حکومتونو يې غوښتي چې په دې اړه دې پلټنې بشپړې او عاملین دې مجازات کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې برتانيې حکومت په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځيانو جنګي جرمونه او یادو هيوادونو کې د ملکي خلکو د وژنې دوسيې پټې ساتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوانی شوروي اتحاد (روسيې) پر افغانستان د خپل لس اشغال پر مهال لسګونه زره عام افغانان وژلي او دغه راز روسيه په جنګي جرمونو تورنه شوې خو تر اوسه د دغه ادعاو په اړه په رسمي ډول هيڅ پلټنې نه دي شوي.

Related Articles

Back to top button