د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې له ۷ زره زيات کسان په اډز ناروغۍ اخته دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لیندۍ ۱۰، یکشنبه)
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې افغانستان کې دا مهال له ۷ زره څخه زيات کسان په اډز ناروغۍ اخته دي خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په اډز د اخته ناروغانو شمېر درې زره تنه بولي.
د روغتيا نړيواله اداره په داسې حال کې په افغانستان کې په اډز د اخته ناروغانو شميرې اعلانوي چې نن د دسمبر مياشتې لومړۍ نيټه د اډز ناروغۍ سره د مبارزې نړيواله ورځ ده.
روغتيايي مسئولين وايي، د HIV ناروغي د پېچکاريو د ګډ استعمال، د نامشروع اړيکو له لارې او د مور څخه ماشوم ته انتقالېدلی شي.
د دوی په وينا، دغه ناروغي د (H-I-V) ويروس له لارې بدن ته داخليږي او د ناروغۍ په واردېدلو سره د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کيږي او ناروغ د هر مرض پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.
تر اوسه له دغه ناروغۍ څخه په ټوله نړۍ کې دوه ميليونه کسان مړه شوي دي.
پر افغانستان له امريکايي اشغال مخکې په هیواد کې دغه ناروغي په نشت حساب وه خو پر افغانستان له يرغل وروسته په يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمير هم کال پر کال پر مخ ډيريدو دی.


