کندز: د طالبانو بريد کې نهه عسکر وژل شوي، شپږ يې ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۰، یکشنبه)

طالبانو د کندز ولايت د مرکز مربوط په باغ ميري سيمه کې د دولتي ځواکونو په پوسته بريد کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې يې طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي دي.

دغه بريد تيره شپه ترسره شوی چې د طالبانو په وينا يې پوسته يې نيولې او د قومندان روح الله په شمول نهه عسکر پکې وژل شوي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د برید په پايله کې شپږ تنه عسکر ژوندي نيول شوي او د هغوی پنځلس ميله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

امنيتي سرچينې مني چې په بريد کې عسکرو ته تلفات اوښتي او ځینې يې طالبانو ژوندي له ځان سره وړي خو ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې په دولتي نظامي تأسيساتو د طالبانو بريدونه زيات شوي چې تر ډيره پکې عسکرو ته تلفات اوړي خو حکومتي چارواکي يې له څه ويلو ډډه کوي.

Related Articles

Back to top button