(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۱، دوشنبه)
پرون يکشنه د سرپل ولايتي چارواکو ادعا وکړه چې ګنې د دغه ولايت په کوهستانات ولسوالۍ کې ځايي خلکو د طالبانو پرضد مظاهرې کړي چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
د سرپل د والي وياند ذبیح الله اماني ويلي و چې په دغه مظاهره کې څلور کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، هلته یوه اولسي ستونزه پيدا شوې وه چې دا مهال حل شوې او د چا له خوا هيڅ مظاهره یا اعتراض نه دی شوی.
ښاغلي احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه د ځايي چاراکو یاده ادعا تبليغات او له حقيقت ليرې بللې زياتوي: “د سرپل ولایت کوهستاناتو ولسوالۍ کې اولسي ستونزه حل شوې، هلته د چا لخوا هيڅ ډول اعتراض او مظاهرې نشته، په دې اړه د ګوډاګي دښمن تبلیغات حقیقت نه لري. رسنۍ کولای شي، سیمې ته ورشي او وضعیت له نیږدې وګوري”.
د سرپل پر زياته برخه خاوره طالبان حاکميت لري چې وخت ناوخت د اولسونو تر منځ ستونزې پيدا کيږي خو د طالبانو له خوا دغه ستونزو حل ته پر وخت رسيدګي کېږي او حل کيږي.


















