پاکستان د لشکر طیبه ډلې بنسټګز حافظ سعید محاکمه کوي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د پاکستان په لاهور کې یوې محکمې ویلي چې د روانې میاشتې په اوومه نېټه به د حافظ سعید په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

محکمه زیاتوي چې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید د وسله والو فعالیتونو په تور محاکمه کېږي.

په لاهور کې دې محکمې ویلي چې نوموړی وسله والو سره په نظامي ملاتړ، د چندې په نامه دې ډلو ته په پیسو ټولولو او هر اړخیزه مرسته تورن دی.

به حافظ سعید داسې تورونه دي چې نوموړي په هند کې په خونړیو بریدونو کې لاس درلود چې هند یې څو څو ځله د نیول کېدو غوښتنه هم وکړه.

امریکا نوموړی د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړی او له پاکستان یې غوښتي چې هغه ونیسي او د هغو کړنو په اړه یې محاکمه کړي چې تورونه ورباندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button