تازه سروې ښيي چې د پخوا په پرتله افغانانو کې د سولې په اړه خوشبيني ډېره شوې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده او هره ورځ ترې د نښتو، بمبارد او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي؛ خو د یوې تازه سروې پایلې ښيي چې افغانان تر پخوا ډیر په دې باور دي، چې هيواد کې يې سوله امکان لري.
د آسیا فاونډیشن یا بنسټ له لوري د ترسره شوې سروې پایلې نن سه شنبه ( دسمبر په ۳ مه نيټه) خپرې شوې، پايلې ښيي د پخوا په پرتله اوس ډېر افغانان فکر کوي چې هیواد یې د جګړو سربیره بیا هم په سم لوري مخ پر وړاندې د حرکت په حال کې دی.
د سروې په یوه برخه کې د افغانستان لپاره د آسیا فاونډیشن د مشر ‘عبدالله احمدزي’ له قوله ويل شوي: “د سولې خبرو ته د هیلو ډیروالی، د ناامنیو په برخه کې ویره او همدا راز اقتصاد هغه څه دي چې د افغانانو پر نظریو یې اغیز کړی دی.”
د ياد بنسټ د معلوماتو له مخې دا سروې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې له ۱۷ زره او ۸۱۲ کسانو سره د مرکو په بنسټ چمتو کړې ده، د سږ کال په سروې کې ۳۶ اعشاریه ۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې هیواد یې پر سم لوري د حرکت په حال کې دی. دغه کچه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې ۳۲،۸ وه.
د سروې ۵۸،۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې افغانستان په ناسم مسیر د حرکت په حال کې دی چې دغه کچه بیا په ۲۰۱۸م کال کې ۶۱ اعشاریه ۳ سلنه وه.



