
جلال اباد ښار: وسله وال بريد کې د جاپانۍ مؤسسې پنځه کارکوونکي وژل شوي، مشر يې ټپي دی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۳، چهارشنبه)
د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار کې د يوې جاپانۍ مؤسسې پر کارکوونکو برید شوی چې پنځه تنه پکې وژل شوي دي او مشر يې ټپي شوی دی.
دغه بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې شوی چې پکې د جاپانۍ مؤسې مشر ډاکټرناکامورا ټپي، درې ساتونکي، موټر چلوونکی او یو بل تن پکې وژل شوي دي.
ډاکټر ناکامورا د درملنۍ لپاره د عامې روغتيا روغتون ته استول شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی پېښه تاييدوي خو په اړه يې تر اوسه ډير جزيات نه دي ورکړي.
عيني شاهدان وايي، وسله وال کسان په دوو موټرو کې راغلي و چې له بريد وروسته بيرته له سیمې تښتيدلي دي.
تر اوسه د دغه بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.
د جاپان تابعيت لرونکی ناکامورا چې د جاپاني (پي ايم ايس) خيریه موسسې مشري په غاړه لري، له ۲۰۰۳ میلادي کال راهيسې يې د ننګرهار په کامه، بهسود، کوزکونړ او درهنور ولسواليو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړي او تير کال ورته افغانی تابعيت ورکړل شول.



