
هلمند: د امنیه قومندانۍ د جلب و جذب مرستيال او پوليس زوی يې ووژل شول
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۳، چهارشنبه)
د هلمند ولايت د امنيه قومندانۍ د جلب و جذب مرستيال او زوی يې چې په پوليسو کې يې دنده لرله په یوه وسله وال بريد کې وژل شوي دي.
د نوموړي د سپرلۍ پر موټر نن سهار د دوهمې حوزې په مربوطاتو کې بريد شوی چې د امنیه قومندانۍ د جلب و جذب مرستيال فتح امحمد او د هغه زوی پکې وژل شوي دي.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې قاري یوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکي، فتح محمد د امنيه قومندانۍ د جلب و جذب مرستيال او زوی يې څارن شيرمحمد هم په امنیه قومندانۍ کې دنده لرله چې دواړه د طالبانو په چريکي بريد کې ووژ شول.
د هلمند د امنيه قومندانۍ سرچینې د جلب و جذب د مرستيال او د هغه د زوی وژل کيدل تاييدوي خو تر اوسه يې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبان د کابل په شمول د هيواد په بيلابيلو ښارونو کې چريکي وسله وال ګروپونه لري چې وخت ناوخت لوړپوړي د امنيتي ادارو کارمندان، لوړپوړي امنيتي مسؤولین او پوځي منسوبين د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.



