هیڅکله ناکامۍ ته غاړه مه ږدﺉ

انجنیر عمیر ویاړ

یوه ورځ یو اس یوې ژورې کندې ته ولویدو او په زوره زوره یې اوازونه شروع کړل.

د اس مالک چې یو زمیندار وو په کرونده کې یې کار کاوه چې د آس اوازونه یې واوریدل په منډه د ژورې کندې خواته ورغی او د اس د راویستلو لپاره یې پلانونه نیول.

ډیر سوچ یې وکړ خو د اس د راویستلو لپاره یې کوم پلان جوړ نه شو کړی او ناکامي یې ومنله زړه ته یې تسلي ورکړه چې اس هسې هم زوړ شوی د کاره لویدلی بس همدلته به یې پریږدم  او دا کنده به پسې وربنده کړم.

نو ټول ګاونډیان یې د مرستې لپاره راوستل او د کندې د بندولو کار یې پیل کړ. ټولو سره لاس کې یوه یوه پیلچه وه چې د خاورو به یې ډکوله او کندې ته به یې ګوزارله.

آس چې دا حال ولید  ډیر خپه او حیران شو او په لوړ اواز یې اوازونه شروع کړل خو څه وخت بعد اس خاموشه شو.

کله چې زمیندار کندې ته ورښکاره شو نو حیران شو ګوري چې کله اس باندې خاوره وراچوي نو اس ځان وڅنډي هغه خاوره د هغه پښو ته ولویږي او اس په هغه ودریږي.

همداسې به کندې ته خلکو خاوره وراچوله خو اس به له ځانه څنډله او هغه خاوره به یې د پښو لاندې کوله او کرار کرار به پورته راختلو اخر هم اس بره راوخوت.

په ژوند کې زمونږ سره هم همداسې واقعات مخامخ کیږي

– څوک به مو په سپینه لمن داغ لګوي

– څوک به مو سپک او بد یادوي

– څوک به رد او بد وایي

– څوک به راپسې خنداګانې کوي

– څوک به راباندې تهمت لګوي

– څوک به راباندې باور نه کوي

– څوک به مو کامیابۍ ته خنډ جوړوي

– څوک به مو د یو او بل غلام ګڼي

او داسې نورې وغیره خبرې خلک کوي

خو ددې د خلاصیدو دا لار نه ده چې مونږ داسې واقعاتو ته ځانونه ناکامه راولو او خپل اهداف او ارمانونه دفن کړو

بلکې مونږ به د دې هر څه تر هغه مقابله کوو تر څو خپل ځانونه هدف ته ورسوو.

که څوک مو په سر خاورې راړوي باید له ځانه خاورې وڅنډو او د هغه خاورې د پاسه ودریږو او په خپل ځان باور وکړو او خپلو هیلو ته پرې ځان ورسوو.

په ژوند کې چې هر څومره ستونزې پیښیږي هغه د کاڼو په شانتې وي خو دا زمونږ په عقل پورې ده چې ایا مونږ ناکامۍ ته غاړه کیږدو او د هغه کاڼو لاندې شو که یا د هغه د پاسه وخیژو او د ستونزو نه د راوتلو لپاره ترتیب او پلان جوړ کړو.

Related Articles

Back to top button