کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
واشنګتن ایکزماینر دافغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، که جګړه د شدت په اوج کې وي نو بیا هم امریکا خپل نیمایي عسکر له افغانستان وباسي.
ایکزماینر نشریه په خپل دې مطلب کې زیاتوي، امریکا کلکه پرېکړه کړې چې له افغانستان به خپل نیمايي عسکر ژر تر ژره وباسي.
د سرچینې په خبره که په افغانستان کې جګړه د شدت په اوج کې وي او هره ورځ موټربم بریدونه کېږي خو بیا هم امریکا له افغانستان خپل نیمايي عسکر وباسي او هلته خپل موجودیت پای ته ورسوي.
د سرچینې په خبره دا پرېکړه په امریکا کې د ځینو کړیو په ګټه ده، خو په سیاسي لحاظ د امریکا لپاره ستره ضربه رسولی شي.
دغه نشریه لیکي چې دا به په غیر مستقیمه توګه طالبانو ته یو امتیاز ورکول وي چې په بدل کې به یې امریکا هېڅ هم تر لاسه نه کړي.
واشنګټن ایکزماینر په داسې وخت کې چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات روان دي د سرتېرو ایستل ادېښمنوونکی ګام بللی دی.
امریکایي ولسمشر ټرمپ هم تیره اونۍ باګرام هوایي ډګر کې خپلو سرتېرو سره په خبرو کې وویل چې دی به له افغانستانه خپل عسکر وباسي؛ خو نوموړي په دې اړه نور توضیحات ور نکړل.
















