طالبان وايي؛ د بشري مرستو مؤسساتو فعاليت لپاره يې اسانتياوې برابرې کړي؛ پر هغوی بريد غندي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۴، پنجشنبه)

وروسته له هغې چې په ننګرهار پرون چهارشنبه د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار کې د يوې جاپانۍ مرستندويه مؤسسې مشر د نا معلومه وسله والو په برید کې ووژل شو له ځان سره پراخه غبرګونه راپورته کړل.

په برید کې د پي ام ايس مؤسسې مشر ډاکټر تتسو ناکامورا، دې ساتونکي، يو ډريور او یو ملګری يې ووژل شول چې تر اوسه يې برید کوونکي نه دي معلوم.

طالبانو له یادې پيښې څو شيبې وروسته وويل، چې په جلال اباد کې د (پي ايم ايس) جاپانۍ مؤسسې برید پر دوی پورې اړه نه لري او مؤسسات هم د بيارغونې په برخه کې طالبانو سره ښې اړيکې لري.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياندسهيل شاهين هم له يادې پيښې وروسته ټويټ کړی زياتوي چې اسلامي امارت د خپلې پاليسې له مخې د بشري مرستو مؤسسو ته نه یوازې دا چې هغوی ته يې اسانتياوې برابرې کړي بلکې پر هغوی بريدونه غندي.

د ښاغلي شاهين په خبره: “ا. امارت د خپلې پالیسي له مخې، نه داچې د بشري مرستوموسسات چې زمونږ ولس ته خدمت کوي، هدف نه ګرځوي بلکې په ټول هیواد کې یې دهغوی دبشري فعالیتونو لپاره آسانتیاوي برابرې کړې. په دوی برید په کلکه غندي”.

په کابل کې د امریکا سفارت، يوناما، اجرائيه رياست او ځينو نورو بنستڼونو هم په جلال اباد کې د جاپانۍ مؤسسې د مشر وژل غندلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button