ټویټر هغه پریکړه بیرته اخیستې چې غیر فعاله اکاونټونه بندوو

ټویټر تېره میاشت نومبر په ۲۵ مه یوه پریکړه وکړه چې له مخې به هغه اکاونټونه له منځه وړي چې غیر فعاله وي، دې پریکړې سره زیاتو کارونکو مخالفت وښود ، پریکړه کې راغلي وه چې هغه اکاونټونه به بندیږي چې د تېرو ۶ میاشتو راهیسې هیڅ فعاله نه وي خو اوس د ټویټر شرکت وايي، تر هغه به په دې شبکه کې هيڅ غیر فعال اکاونټ حذف نه کړي چې د هغه د کاروونکي له مرګه خبر نه‌شي.

د دغه شرکت په وینا، اوس یوازې اروپايي حسابونه حذفېږي، خو اصلي ټکی دا دی چې باید لومړی د کارونکيو مرګ مالوم شي، وروسته بیا دغه عملیات پیلېدلای شي.

دغې پریکړې د ټویټر کارکونکي خوشاله کړي او د ټویټر شرکت دغه اقدام يې ستایالی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button