کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د رسنیو د راپورونو له مخې، د لویديځي افریقا په اتلانتیک ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۵۷ کسان مړه شوي دي.
راپور زیاتوي، له ګمبیا څخه په دغې روانې کښتۍ کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو چې ټولو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان ( ای او ام) ویلي، دغه کښتۍ چې له حده ډېره ډکه وه اتلانتیک ساحل ته له ننوتو سره سم یې تېل خلاص شوي دي او له ساعتونو درېدو وروسته ډوبه شوې ده.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په یاده کښتۍ کې ۱۵۰ کسان سپاره وو چې یوازې اتیا کسان یې ژغورل شوي دي.
که څه هم د ګمبیا چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د کډوالو نړیوال سازمان په وینا دې کښتۍ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې له ګمبیا څخه حرکت کړی و.
تر دې وړاندې هم په ځینې اروپایي سواحلو کې دکښتیو ډوبیدو له امله سلګونه کډوالو ژوند له لاسه ورکړی وو چې دې پیښو اندیښنې زیاتې کړي دي.


















