نورستانۍ: دلومړنيو پايلو داعلان لپاره د پاتې ۷ ولايتونو د رايو بيا شمېرنه ضروري ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ټاکنو د کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي د پاتې ۷ ولایتونو د رایو له شمېر پرته لومړنۍ پایلې نه شو اعلانولی.

نوموړې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ورځې په مناسبت غونډه کې وویل: “د میزان د ۶مې نېټې په ټاکنو ۳۲،۴ سلنه ښځو ګډون کړی و.
نوموړې وايي، دا مهال په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې؛ خو په ۷ ولایتونو کې یې ځینو ټاکنیزو ډلو مخه نیولې او کمېسیون نه شي کولی چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي”.

نوموړې په خبره: “د ۲۷ ولایتونو پایلې وروستۍ شوي او اعلان ته چمتو دي؛ خو له دې امله چې په ۷ ولايتونو کې د ځينو نوماندانو له لوري د رايو د بیاشمېرنې مخه نيول شوې، نشی کولی لومړی پايلې اعلان مړي.”

نوموړې یو وار بیا د ولسمشرۍ په نوماندانو او سیاسي احزابو غږ وکړ چې د ۷ ولایتونو د رایو په بیا شمېرنه کې کمېسيون مرسته وکړي، تر څو د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته زمینه برابره شي.

نوموړې وويل :”ما هر نوماند او لوري ته بیا بیا ویلي او اوس هم وایم چې موږ ته یواز بایومتریک رایې د اعتبار وړ دي.”

د ټاکنو کمېسيون مشره په داسې حال کې د پاتې اووه ولايتونو د رايو بیا شمېرنه ضروري بولي، چې د ځينو نوماندانو له لوري بيا دا کړنه درغلي او له قانون خلاف ګڼل کيږي.

د یادونې وړ ده، چې له دوه میاشتو زياته موده کيږي، چې دافغانستان د جمهوری رياست ټاکنې شوي دي؛ خو لا تراوسه د ټاکنو کمېسيون په نه دی بريالی شوی چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي

مربوطه مطالب

Back to top button