دوستم په شمالي ولایاتو کې د پراخو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د شمال جګړه مار عبدالرشید دوستم په ځینې ولایتونو کې د وسلوالو پر ضد د پراخو نظامي عملیاتو خبر ورکړی دی.

دوستم چې له تېرو دریېو میاشتو راهیسې په شبرغان کې دی وایي، چې د دې ولایت په ځینې سیمو کې داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي دي.

نوموړی وروسته تر هغه په یاد ولایت کې د عملیاتو د پیلېدو خبره کوي چې څلور ورځې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر د دوستم لیدو ته ورغلي وو.

دوستم ویلي وو چې په یاده لیدنه کې د شمالي ولایتونو پر امنیتي وضعیت او دغه راز د عملیاتو پر پیلېدو خبرې شوې دي خو دا چې دا عملیات به لومړی چېرته پیل شي په اړه مالومات نشته.

د یادونې ده، دوستم تر دې وړاندې هم په شمالي ولایتونو کې د وسلوالو پر ضد عملیات تر سره کړي وو چې د ساتونکو تر څنګ یې مخکښ قومندانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button