سرچينه: د امریکا او طالبانو مذاکرات په رسمي توګه یو ځل بيا پيل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۶، شنبه)

د راپورونو له مخې، نن د ليندۍ پر ۷ نيټه د امریکا او طالبانو تر منځ یو ځل بیا د قطر په پلازمینه دوحه کې په رسمي توګه مذاکرات پيل شوي دي.

يوه امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو او امريکا بيا ځلې مذاکراتو د پيلولو خبر تاييد کړی دی.

زلمی خليلزاد کابل کې له اشرف غني او نورو چارواکو سره تر کتنې وروسته دوحې ته تللې او ځينو سرچينو بيا ځلې طالبانو سره د مذاکراتو د پيلولو خبر ورکړی و.

ويل کيږي، د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د ننۍ اجنډا بحث په افغانستان کې پر تاوتریخوالي کمولو روان دی.

تر اوسه په رسمي ډول طالبانو یا امریکايانو په رسمي توګه د مذاکراتو د بيا پيل خبر نه دی ورکړی.

خو تر دې مخکې  د امريکا ولسشمر او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سرچينو تاييد کړې وه چې طالبانو سره د مذاکراتو د بيا پيلولو هڅې يې پيل کړي دي.

طالبانو تر دې مخکې په خپلو اعلاميو کې ويلي، که امريکا بيا ځلې مذاکرات پيلول غواړي نو له همغه ځایه به شروع کيږي کوم ځای کې چې دريدلي و.

مربوطه مطالب

Back to top button