دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د سولې له فعال خیرالله شینواري سره د کابل ټکي کام ځانګړې مرکه!!

عاصم نشرونکی: عاصم
دسمبر 7, 2019
کټګوریانې: افغانستان, مرکه, مهم
0
22
ځلې شریک شوی
279
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محترم خیرالله شینواري صیب ښه راغلاست! د لومړۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست؛ د هیواد په پلازمینې کابل کې ستاسو په ګډون ځینې شنونکي، لیکوالان او دسولې فعالان په نښه شول!
د دې وحشیانه بریدونو تر شاه د کومو کړیو لاس دی؟

شینواری: سلامونه او نېکې هیلې تاسو او ستاسو قدرمنو لېدونکو ته وړاندې کوم
ستاسو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې دغه بریدونه تر ډېره په هغو کسانو کېږي او شوي چې د افغانستان د حالاتو په ځانګړې توګه د جګړې او سولې په تړاو متفاوت نظریات لري، د افغانستان په خاوره کې روانه جګړه د پردیو یرغل ګڼي، په جګړه کې ملکي تلفات غندي، جنګي جنایتونه رابرسېره کوي او د معضلې حل د جګړې د دوام له لارې نه بلکې د سولې له لارې غواړي، او پدغسې خلکو بریدونه د هغه چا کار ګڼل کېدای شي چې نه یواځې د سولې مخالفین دي بلکې عملاََ د سولې دښمنان دي، دوی د سولې د هرې کوچنۍ هڅې د سبوتاژولو کوښښ کړی، دوی ته په روانه جګړه کې هېڅ بېعزتي نښکاري خو سولې ته د عزت او بېعزتۍ بندونه اچوي، دوی په جګړه کې هېڅ سره کرښه نلري خو سولې ته سرې کرښې جوړوي، دوی په جګړه کې هېڅرنګه حقوقو ته واداره ندي خو په سوله کې رنګارنګ حقوق لټوي، جګړه د دوی لپاره واک دی، قرارداد دی، فساد دی، پیسې دي، ځمکې دي، بلند منزلونه دي او رنګارنګ مزې او چړچې دي، دا بریدونه د همدې خلکو کار دی او د دې تر شا مستقیما د همدوی لاس دی.

کابل ټکی کام: په افغانانو تحمیل شوې رسنۍ دطالبانو خلاف منفي فکر خپروي، تاسو د رسنیز فکري یرغل او طالبانو په عملي ژوند، فکر او تګلاره کې څه تفاوت ولید؟

شینواری: زما له آنده طالبان تقریبا همغه پخواني طالبان دي، دوی د شر او فساد په وړاندې سر راپورته کړ او بیا د امریکایي یرغل مقابل کې ودرېدل، دوی په ۲۰۰۱ کې هم د امریکا د یرغل ضد وه او په ۲۰۱۹ کې یې هم په وړاندې ولاړ دي، دوی په ۱۹۹۵ کې هم د اسلامي نظام نفاذ غوښت په ۲۰۱۹ کې یې هم غواړي، دوی د خپل نظام پر مهال هم د بې عدالتۍ ضد مبارزه کوله او اوس یې هم دغه شعار دی، دا میډیا ده چې کله طالب ته یو ټایټل ورکړي، کله بل، کله طالب په یو چا پورې وتړي کله یې په بل چا، دا د دوی ماموریت دی، مجبوریت دی او تجارت دی، خو په حقیقت کې طالبان همغه خلک دي چې ول، کوم څه چې مونږ هلته ولیدل او هغه بدلون چې مونږ هلته محسوس کړ هغه د طالب مشرانو سیاسي تجربه وه چې پخوا کمه او اوس زیاته شوې وه، هغوی اوس د نیوکو او ترخو خبرو د اورېدو ګرده پیدا کړېوه، هغوی اوس د لویې حوصلې او زغم څښتنان ول، په خپلو پخوانيو سهوو یې اعتراف کاوه او د ځوانې انرژۍ د کارولو پلویان ول چې دا زمونږ لپاره نوی بدلون وه، باقي د طالبانو ریښتینی انځور ریښتیا هم تر هغه ډېر متفاوت دی کوم چې په کابل کې ښودل کېږي.

دا هم ولولئ

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

کابل ټکی کام: طالبانو سره تاسو په کومو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې؟
خصوصاً د نهه پړاویز مذاکراتي بهیر په اړه مو بحث وکړ که نا؟

شینواری:مونږ له طالب مشرانو سره په مختلفو مسائلو اوږدې خبرې لرلې، مونږ د روانې جګړې په تړاو، د سولې د پروسې په تړاو، د ۹ پړاوه مذاکراتو په اړه، د سولې د ممکنه تړون په هکله، په جګړه کې د ملکي تلفاتو په کموالي، ملکي خدماتو په تامین، د دوی د کنترول لاندې سیمو کې ښوونې روزنې او روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی، د ټولګټو پروژو په امنیت ساتلو، د جنګي جنایاتو په مخنیوي او نورو مهمو مسائلو تراخه، خواږه او جالب بحثونه لرل چې د مثبتو پایلو طمع یې لرو.

کابل ټکی کام: دسیمې یو شمېر هیوادونو ته دطالبانو وروستي رسمي سفرونه څنګه تشریحوئ، دابه وکولای شي چې د یو فشار په ترڅ کې امریکا رسمي خبرو او لاسلیک ته راوګرځوي؟

شینواری: سیمه ایزو هیوادونو ته د طالب مشرانو سفرونه د دوی سیمه ایزه ډپلوماسي څرګندوي، دا ښيي چې طالبان اوس هغه پخواني طالبان ندي، دوی د امریکا په وړاندې د یوې پیاوړې سیه ایزې اجماع په جوړولو بریالي شوي او کولای شي چې امریکا اوس په خپلو سیمه ایزو مخالفینو هم چلینج کړي او پدې هیوادونو هغه نرېټیف پیاوړی کړي کوم چې طالبان له کلونو ورته کار کوي، مونږ ولیدل چې کله ټرمپ مذاکرات وځنډول نو تر هر څه وړاندې همدا هیوادونه وه چې د ملامتۍ ګوته یې امریکا ته ونیوه او بېرته یې د مذاکرې مېز ته د راتګ غوښتنه وکړه، دا پخپل ذات کې د سولې د پروسې لپاره یوه قوي حمایه وه چې ټول افغان ولس د دې پروسې د بریا انتظار باسي.

《دوه پوښتنې په لنډو ټکو راته ځواب کړئ》

کابل ټکی کام:له مذاکراتي میز څخه دامریکا شاتګ تیښته او که په طالبانو سیاسي فشار بولئ؟

شینواری: زه به ووایم چې امریکا له مذاکرې تېښته نه بلکې د یوې لنډې دمې لپاره ځان وویسته، ځکه چې په جوړه شوې موافقتنامه کې د امریکا لپاره هیڅ نشته، او پس له ۹ پړاوه مذاکرې یوه زبرځواک ته د داسې بې لاسته راوړنې پایلې منل ریښتیا هم د زهرو غړپ دی، خو امریکا بله چاره هم نلري، دوی فقط غوښتل چې که طالبان ووېروي چې وروسته له دومره پرمختګه که دا هر څه ناکامېږي نو ښه به وي چې یو څه امتیاز امریکا ته هم و منل شي، خو دا د خپل دښمن په اړه د امریکا ناسم پوهاوی دی چې مخکې هم څو ځلې تکرار شوی.

کابل ټکی کام:داسلامي نظام اعادې، او د اشغال پای ته؛ د طالباني، که افغاني او اسلامي شرطونو نام ورکوئ؟

شینواری: ستاسو د سوال د دویم جز په ځواب کې به په لنډه توګه ووایم چې د اسلامي نظام اعاده او د یرغلګرو وتل طالباني شرائط نه بلکې با العموم د افغانانو غوښتنه ده چې زمونږ له سپېڅلو ارزښتونو اسلام او افغانیت سره په تطابق کې دي.
شپږم: زمونږ د معلوماتو مطابق حکومت د وروستیو بندیانو په تبادله کې کوم خاص رول نه درلود، یواځې امریکایانو په اخیري مرحله کې معلومات ورکړل چې داسې یو توافق له طالبانو سره شوی، نو دوی هم د تبادلې اعلان تېر کړ.

کابل ټکی کام: د بندیانو په تبادله کې دامریکایي او طالب مرکچیانو څخه علاوه د کابل ادارې دخالت او مرسته وه!؟
که وي؛ ولې په هغه ورځ چې حکومت مشر غني اعلان وکړ خوشي نشول، که نه وي دا د دې ادارې په شعاري خپلواکۍ یو جارحانه برید نه دی؟

شینواری: زمونږ د معلوماتو مطابق حکومت د وروستیو بندیانو په تبادله کې کوم خاص رول نه درلود، یواځې امریکایانو په اخیري مرحله کې معلومات ورکړل چې داسې یو توافق له طالبانو سره شوی، نو دوی هم د تبادلې اعلان تېر کړ.

شینواري صیب! ډیره مننه چې کابل ټکي کام ته مو وخت ورکړ.

لوی ټکي: افغان جګړهامریکاطالبانم‍ذاکرات
مخکینې مطلب

سرچينه: د امریکا او طالبانو مذاکرات په رسمي توګه یو ځل بيا پيل شول

بل مطلب

د فلوريډا بريد کوونکي له برید وړاندې په ټويټر امريکا يو شرير هيواد بللی

ځانګړي مطالب

خبرونه

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
افغانستان

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
خبرونه

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
خبرونه

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025

وروستي

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com