کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
پرون جمعه(د دسمبر ۶مه نيټه)، د سعودي عربستان يو نظامي زده کونکي په ‘فلوریډا’ کې د امريکا د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو په اډه کې درې کسان په ډزو ووژل.نوموړي له برید تر ترسره کولو دمخه امريکا یو “بد هیواد” وباله.
د وسله والو حرکتونو د څار لپاره د امریکا “سایټ” ډلې ویلي چې بريد کوونکی محمد الشمراني نوميږي، نوموړي له برید دمخه په ټویټر یو لنډ بیان خپور کړی دی: “زه د شر خلاف یم، او امریکا په ټولیزه توګه د شر په هیواد بدله شوې.”
نوموړی په خپل پيغام کې زیاتوي:” زه له تاسو څخه يوازې له دې امله نفرت نه لرم چې تاسې امريکايان یئ؛ بلکې زه له تاسو څخه ځکه کرکه لرم چې تاسو هره ورځ نه یوازې د مسلمانانو په وړاندې، بلکې د بشریت پروړاندې هم جرمونه ترسره کوئ. “
د يادونې وړ ده چې دا برید د جمعې په ورځ د فلوریډا په ‘پینساکولا’ هوایي اډه کې شوی دی او اته نور کسان پکې ټپیان شوي هم دي.


















