پاکستان: د امريکا او طالبانو د خبرو بيا پيل ښه اقدام دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

پاکستان د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځنډېدلو خبرو د بيا پيل هرکلی کړی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بيا پيل ملاتړ کوي.

نوموړي نن په اسلام اباد کې له امريکایي سفير ‘پاول جونز’ سره د کتنې پر مهال ويلي،د پاکستان او ټولې سيمې د امنيت او پرمختګ لپاره افغانستان کې سوله او ټيکاو ضروري دی.

پاکستان پر داسې مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیل هرکلی کوي، چې له نږدې درې مياشتو ځنډ وروسته نن يو ځل بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ په تېرو نهو پړاوه خبرو کې د چمتو شوې توافقنامې د نهايي کولو په موخه مذاکرات پيل شوي دي.

طالبانو د خبرو له بیاپيل څخه وړاندې ويلي و، چې خبرې به له هغې نقطې څخه پيلوي، چې تر کومه ځایه رسېدلې وې. د کتونکو په نظر امریکا په دې وپوهېده، چې طالبان له خپلو اساسي غوښتنو نه تېرېږي؛ نو ځکه یو ځل بیا د مذاکرې ميز ته راغله.

مربوطه مطالب

Back to top button