د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دټاکنو کمیسیون معلوماتي ناسته داعتراض په ډول پریښې

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د کابل ادارې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو کمیسیون ملعوماتي ناسته د اعتراض په ډول پرېښې ده.

د یادې ډلې دوهم مرستیال اسدالله سعادتي ټاکنو کمیسیون تورن کړ چې د دوی خبرو ته غوږ نه نیسي او نه غواړي چې نننۍ ناسته نتیجې ته ورسېږي.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې ټاکنو کمیسیون د یو شمېر حزبونو استازي په سلیقه ای ‌ډول جلسې ته راغوښتي دي چې دا ورته دمنلو نه ده.

ټاکنو کمیسیون خبر ورکړی وو چې دوی به نن دیکشنبې په ورځ له ټاکنیزو ډلو سره غونډه جوړه کړي او په ټاکنیز بهیر کې پر شته ستونزو به خبرې وکړي، چې وروسته بیا دعبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې دا غونډه ترک، او تورونه پرې پورې کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button