فاریاب کې د افغان ځواکونو هاوان مرمۍ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۰سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
زمونږ همکار خبر را کوي چې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په کلا ګډا سیمه کې پر دوو کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلې ده چې له کبله یې ۱ ښځه وژل شوې او ۳ تنه نور ټپيان دي.
زمونږ همکار د ځايي خلکو له قوله وايي، «تېره شپه د هاوان مرمۍ هغه مهال د خلکو پر کورونو ولګېده چې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه وه، د امنیتي ځواکونو له لورې مرمۍ راغله او د خلکو پر کورونو ولګېده.»
د فاریاب والي انور سادات د یادې پېښې په تأیید کې وايي، لا نه ده مالومه چې مرمۍ له کوم لوري د خلکو پر کورونو توغول شوې ده.
د یادولو ده چې امنیتي ځواکونو مخکې هم په هلمند کې پر یوه کور چې پکې د واده مراسم ترسره کېدل، توپونه ویشتلي وو، چې د ناوې او زوم په ګډون لږ تر لږه ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې وه، همدا شان د وردګو په اوتړیو نومي کلي کې یوه جومات ته څېرمه د امنیتي ځواکونو له لورې د توپونو په ویشتو سره ۱۷ کسان وژل شوي وو چې قاتلین یې ونیول شول، خو سزا لا هم نه ده ورکړل شوې.



