نیمروز: د پولیسو د کمیسارۍ سلاکار پر یوه هلک جنسي تېری کړی

کابل ټکی کام ۱۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پولیسو یوې باوري سرچینې ، د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي دي چې «دوه ورځې وړاندې د اېران پولې ته څېرمه په پول ابرېشم سیمه کې د دې سیمې یو زورواکي قمندان پر یوه نیمروزي هلک جنسي تېری کړی او بیا یې لوڅ لغړ په بازار کې ګرځولی دی.»
د سرچینې له قوله، دغه زورواکی چې سید احمد نومیږي، په مشرانو جرګه کې د سناتور نادر بلوچ ورور، او په سیمه کې د پولیسو په کمېسارۍ کې د سلاکار په توګه دنده اجراء کوي.
د هلک کورنۍ له دولت څخه د انصاف غوښتنه کوي او وايي، که یې غږ وانه ورېدل شي نو هغه څه به وکړي چې زړه یې غواړي.
د یادولو ده چې تېره هفته په بغلان کې هم ورته پېښه شوې وه چې یو قمندان له یوه کور څخه یو لغړزنۍ هلک په زور له ځان سره بېولی و.



