شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home روغتيا

له شلو ناروغیو د مخنیوي لپاره

ح جلال نشرونکی: ح جلال
دسمبر 9, 2019
کټګوریانې: روغتيا
0
23
ځلې شریک شوی
285
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر یوسف اکبري

د شپې ښه خوب د هر چا خوښ وي، دا نه یوازې د انسان مزاج ښه کوي بلکې د سترګو شاوخوا تورو حلقو مخنیوی کوي، همدا ډول مناسبه اندازه خوب د زړه، وزن او ذهني روغتیا لپاره تر ټولو اړین دی.

دا هم ولولئ

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په نن سبا وخت کې چې د شپې لخوا بوختیاوې زیاتې شوي، چې ورسره خوب هم ګډوډ شوی او هر کس نه شي کولای یوازې د شپې لخوا ټاکلې موده خوب بشپړ کړي.

طبي پوهان د یوه عام کس لپاره په شپه او ورځ کې له ۷ څخه تر ۸ ساعتونو خوب مناسب ګڼي، دوی زیاتوي چې له دې کم او یا زیات خوب په انسان کې د بېلا بېلو ناروغیو لامل جوړیږي، د لا ښه روغتیا لپاره د ورځې نیم ساعت قیلوله غوره لار ده.

دلته هغه زیانونه چې د کم خوب له کبله رامنځته کیږي په نښه کوو:

غوصه

د بې خوبۍ یو ستر لامل دادی چې انسان د ورځې په اوږدو کې له هر څیز څخه شکایت کوي او په کوچني نه کوچني څيز غوصه ورځي، دا د طب له لحاظه یوه ناروغي ګڼل کیږي چې یوازې په ښه او ارام خوب سره له منځه ځي، په یوه نوې څيړنې کې څرګنده شوې چې منفي فکر او زیات شکایت کول د کم یا خراب خوب نتیجه ده، په دې سره انسان د ورځې هیڅ یو کار په سمه توګه نشي ترسره کولی.

سر دردي

د کم خوب دویم زیان دادی چې د ورځې له خوا به مو په سر درد وي، ښکاره خبره ده چې د سر درد انسان هیڅ ډول یوه کار ترسره کولو ته نه پریږدي، پوهان سره په یوه خوله دي چې د ورځې له خوا سر دردي رامنځته کېدل د شپې خراب یا کم خوب لامل دی، دوی وایي چې په کم خوب سره د انسان نیم سر درد کوي، چې ډیر دردونکی وي، همدا ډول هغه کسان چې په خراري/خراټې وهلو یې خوب خرابیږي زیات یې له سردردۍ شکایت کوي.

چاغوالی

د انسان لپاره په عام ډول چاغوالی له کومې ناروغۍ نه کم دی، کم خوب په چاغوالي کې مرسته کوي، ځکه چې په دې سره د انسان د بدني هارمون توسط خرابیږي او زیات کالوریز لرونکې خوړو ته اشتها کیږي، له چاغوالي سربېره کم خوب انسان کې د ستومانتیا ناروغي هم رامنځته کوي.

سترګو لید

د خوب کموالی د سترګو لید کموي، په دې سره انسان ته د ورځې هر څيز خړ خړ یا دوه دوه ښکاري، سترګو ته ارام ورکولو لپاره خوب انتهایي زیات اړین دی.

د زړه ناروغۍ

د یوې څیړنې په دوران کې ځینې کسانو ته تر ۸۸ ساعتونو د ویښ پاتې کېدلو توصیه وشوه، ددې په جریان کې د دغو کسانو د وینې فشار پورته شو، خو کله چې دوی ته یوازې تر ۴ ساعته د شپې بیده کېدو اجازه ورکړل شوه، ددوی د زړه درزا زیاته شوه او بدن کې داسې پروټین رامنځته شول چې د زړه ناروغۍ ګواښ یې زیاتوه.

سست غبرګون

د کم خوبۍ بل زیان دادی چې انسان په ځواب یا غبرګون ښودلو کې سست او ورو وي، د یوې څیړنې له مخې ځینو کسانو ته د پوره او ځینو ته د کم خوب مشوره ورکړل شوه، پایله کې وموندل شوه چې د بشپړ خوب کونکو په پرتله د کم خوب کونکو کارکردګي بیکاره او په غبرګون ښودلو کې سست وو.

انفیکشن یا غلط اغیز

تاسو به لیدلي وي چې د ځینو کسانو زخم ژر نه ښه کیږي، خوب د انسان دفاعي سیستم غوره کوي، که خوب مو کم وي نو زخم به مو انفیکشن اخلي او په ژر ښه کیدو کې به ستونزې ګورئ، ځکه چې د یوې شپې کم خوب هم د باکتریاو پر ضد د انسان په دفاعي سیستم منفي اغیز کوي، چې له کبله یې زخم انفیکشن یا غلط تاثیر اخلي.

تمرکز

د یو چا خبرو ته غوږ نیول، د درس ویلو یا د یوه داسې کار پر مهال چې سوچ، فکر او تمرکز ته اړتیا لري، داسې حال کې مو تمرکز سم وي؟ که ځواب مو هو وي نو ددې لامل د خوب کموالی دی، څیړنې ښيي چې په کم خوب سره انسان د تمرکز له مادې خلاصیږي او ذهن د ستونزو سره مخ کوي چې ورته هر کار سر ته رسول ستونزمن شي.

د واکسینو اثر کمیدل

واکسین عموما بدن د ځانګړو وایروسونو څخه ساتلو لپاره کیږي، خو که چیرې مو خوب کم وي د واکسین اثر مو پر بدن د پوره خوب په پرتله کم وي، ځکه چې کم خوب د انسان دفاعي نظام کمزوری کوي.

په خبرو کې ستونزې

د خوب کموالی د انسان پر خبرو هم اثر کوي، د خبرو پرمهال داسې بریښي چې کومه نشه یې کړې وي، د یوې څیړنې له مخې ځینې کسان د ۳۶ ساعتونو لپاره ویښ پریښودل شول، وروسته د خبرو پرمهال معلومه شوه چې الفاظ ترې ګډوډیږي، تر دې اندازې چې کومه خبره کول غواړي هم په سمه توګه نشي ترسره کولای.

همیشه د زکام او ټوخي ناروغي

که تاسې هر وخت د زکام یا ټوخي ناروغۍ څخه سر ټکوئ، او په یوه ځای بدلولو د زکام سره مخ کیږئ نو ددې یو ښکاره لامل د خوب کموالی هم دی، د یوې څيړنې له مخې هر هغه کسان چې له اوه ساعتونو کم خوب کوي په دوی کې دغه ناروغي درې چنده زیاته موندل کیږي.

خیټې ناروغۍ

په معده کې سوخت، او قبض راتلل هم د کم خوبۍ له کبله رامنځته کیږي، بشپړ خوب مو د قبض په څېر له سختې ناروغۍ ژغورلی شي، همدا ډول د معدې ناروغیو مخه هم نیسي.

شکر

د خوب په دوران کې بدن په میټابولیزم کې راتلونکې خرابۍ له منځه وړي خو برعکس د ویښ پاتې کېدو پرمهال په انسولین کې د حساسیت ګواښ زیاتوي او د دویم ډول شکر په بڼه راوځي، د یوې څیړنې له مخې د شکر د زیاتېدو یو لامل د خوب کموالی دی.

سرطان

د روغتیا پوهان د خوب او سرطان ترمنځ دقیقه اړیکه موندلې او یو شمېر څیړنې یې ترسره کړي، دوی موندلې چې د خوب کموالي سره د بدن دفاعي قوت کمزوری کیږي او په دوی کې د یوه خاص ډول «تي» او د «غټو کولمو» سرطان ګواښ زیاتیږي.

یاداښت

د ځوانۍ پر مهال په خوب کې کموالی دماغي توازن خرابوي او انسان د اوږدې مودې لپاره د یاداښت کمزوری سره مخ کوي، د یوې څیړنې له مخې ویل شوي کوم کسان چې خوب یې په ټاکلې اندازه پوره وي یاداښت یې هم قوي وي او له «الزائمر» ناروغۍ څخه هم ژغورل کیږي.

هر وخت لوږه راتلل

که اعصابو ته له خوب څخه انرژي نه ورکول کیږي نو بدن دغه اړتیا د خوړو په بڼه خپلوي چې هر وخت انسان د لوږې سره مخ کیږي، کم خوب په بدن کې د مړیدلو احساس هر هارمون اغیزمنوي.

پر اراده کنترول نه لرل

کله چې ذهن له ستومانتیا او ستړیا سره مخ وي نو بې له سوچ او فکره ګامونه پورته کیږي، یعنې هر هغه څيزونه چې انسان ته زیان رسوي له دې څخه انکار یا یې مخه نشي نیولای، بې له کومو اړتیاو توکي پلوري، دوی دغه مهال په ښو او بدو نه پوهیږي او بې سوچه ترې کارونه ترسره کیږي.

له وخت وړاندې زړیدل

د مخ ښکلا لپاره خوب تر ټولو اړین دی، د خوب کموالي پرمهال مخ د یو شمېر ستونزو ښکار کیږي چې د مخ ښکلا له منځه وړي، په دې سره د سترګو شاوخوا تورې حلقې رامنځته کیږي، همدا ډول په مخ کې غونجوالی رامنځته کوي، خلاصه دا چې کم خوب په بدن کې د پوستکي پروټین او نورې مادې په سمه توګه کار ته نه پرینږدي او د مخ غونجوالي لامل کیږي، په یاد ولرئ چې له اندازې زیات خوب هم د پوستکي غونجوالي لامل کیږي.

ډپریشن/خپګان

له یوې څیړنې څرګنده شوه چې کم خوب که څه هم د انسان مزاج ګډوډوي خو سربېره پر دې په انسانانو کې د پریشن او خپګان ناروغي هم زیاتوي، د خوب کموالي له کبله د خاوند او میرمنې ترمنځ جګړې او تاو تریخوالی هم رامنځته کیږي، د پوهانو د وینا سره سم بې خوبي انسان کې د خپګان او ډپریشن ګواښ دوه چنده لوړوي.

عضلات کمزورې کوي

د خوب کمښت بدن کې د هارمونونو نظام بدلوي چې بدن ته د عضلاتو جوړولو او کمزوري له منځه وړلو کې ستونزې رامنځته کیږي، همدغه لامل دی چې عضلاتو ته زیان رسیږي او ددې درملنه هم ستونزمنه شي، له یوې څیړنې څرګنده شوې چې د خوب په جریان کې بدن ته وده ورکونکې او زیان له منځه وړونکي هارمونونو ویستل، چټکیږي، د فټنس «Fitness» روغتیا پوهان هم د عضلاتو قوي کولو لپاره پوره خوب اړین ګڼي.

مخکینې مطلب

تيره مياشت ۸۴۸ دولتي منسوبين او عسکر طالبانو سره يوځای شوي

بل مطلب

په فیسبوک کې د (ناکامورا) فاتحه

ځانګړي مطالب

خبرونه

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
روغتيا

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

نشرونکی: ح جلال
مې 31, 2025
خبرونه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

نشرونکی: ح جلال
مارچ 2, 2025
روغتيا

د انسان د بدن لس نا اشنا حقایق

نشرونکی: ح جلال
اگست 6, 2023
افغانستان

تېر کال ۳۰۰۰ تنه افغانان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 7, 2023

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com