د کانګریس غړي: له امریکایي چارواکو باید دافغان جګړې په اړه وضاحت وغوښتل شي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۲۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
په امریکا کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر وروستي راپور د امریکایانو او د ناټو غړیو هیوادونو اوسېدونکو سخت غبرګونونه پارېدلي دي.
امریکايي سیاستوال د امریکا حکومت په دې تورنوي چې ګواکي اتلس کاله یې امریکایي وګړي تېر ایستلي، او درواغ ورته ویلي دي.
د امریکا د کانګریس یو شمېر غړو تازه ویلي چې د جګړې پخواني لوړپوړي قومندانان او امریکايي چارواکي دې سنا ته راوستل شي او د خپلو کړنو په اړه دې وضاحت ورکړي.
د امریکا د کانګرس غړی رو کانا وايي د سنا مسوولیت دی چې په جګړه کې له ښکېلو پخوانیو چارواکو او جنرالانو وضاحت وغواړي.
دده په خبره امریکا اتلس کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، میلیاردونه ډالره یې ولګول خو تر اوسه امریکايي ولس تېر ایستل شوی دی او حکومت دروغ ورته ویلي دي.
واشنګټن پوسټ په یو راپور کې ادعا کړې وه چې امریکايي حکومتونو خپل ولس تېر ایستلی دی او اتلس کاله یې بې ګټې، بې هدفه او نامعلومه خونړۍ جګړه مخ ته وړې ده.



