طالبان: که مذاکراتي پروسه په صادقانه ډول مخته لاړه شي، د افغانستان بحران ختميږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
طالبان وایي که مذاکراتي پروسه کې له صداقت او تحمل څخه کار واخستل شي او د بریدونو په بهانه مذاکرات ونه ځنډول شي، د افغانستان بحران پای مومي.
د طالبانو په رسمي ويب پاڼه خپره شوې سرمقاله کې د ‘بګرام’ پروني برید ته په اشاره شوې او ويل شوي:”تېرځل هم چې مذاکرتي پروسه نهايي کیدو ته نژدي شوه، امریکایانو د بریدونو په بهانه مذاکرات پریښودل، خو په پایله کې یې نه یوازي دا چې جګړه کمه نشوه، بلکي تراوسه هم څو ځله ورته خونړي بریدونه له دواړو خواوو ترسره شوي، نو که مذاکراتي پروسه د بریدونو په وجه زیانمنه کیږي، کیدای شي د جګړې د لا خونړیتوب سبب وګرځي.”
سرمقاله ليکونکی زياتوي: “که په مذاکراتي پروسه کې له رښتینولي او تعجیل نه کار واخیستل شي، او بیا په یوه او بله بهانه تخریب نشي او نه د کابل ادارې په څیر خلکو ته اجازه ورکړله شي چې په بیلابیلو پلمو یې تخریب کړي؛ نو ښایي د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو او د دې اوږدې غمیزي د نهایی کیدو لامل وګرځي، او په افغانستان کې د یو تلپاتي دایمي ثبات لاره پرانیزي”
په پای کې ليکل شوي، چې طالبانو په افغانستان د امریکا له بريد څخه وړاندې هم په مذاکراتو باور درلود؛ خو امريکا د جګړې لار ونيوله، چې پايله يې د لسګونه زره کسانو وژل شول. او اوس هم د دې معضلې د حل لار رښتیني مذاکرات ګڼي.



