امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۲۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د رسنیو راپورونو له مخې امریکا یو ایرانی وګړی له سپاه پاسدارانو سره د اړیکو او یمن ته د وسلو د لېږد په تور تحریم کړی دی.
دغه راز یې پنځه نړیوال بنسټونه له ایراني هوایي شرکتونو سره د کار کولو له امله د بندیزونو په لېست کې راوستي.
امریکا د ایران دوې لویې بېړۍ هم په دغه لېست کې شاملې کړې دي او بندیزونه پرې وضعه کړي دي.
امریکايي چارواکو ویلي دا هغه شبکې او کسان دي چې د سپاه پاسداران په ورانکاره او وسله والو فعالیتونو کې په یو ډول نه یو ډول ګډ دي.
ایران په دې وروستیو کې د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ دی.
امریکا ویلي چې ښایي څارنه لا پیاوړې، او لا ډېرې ایرانۍ شبکې او کسان د بندیزونو په لېست کې شامل کړل شي.
د ایران او امریکا کړکیچ وروسته ترهغه پراخ شو چې یاد هیواد دامریکا له لوري له اټومي تړون څخه په سر غړاوي تورن شو، او یو شمېر بندیزونه پرې ولګول شول.



