کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴
راپور: انصار
طالبانو د هېواد په کچه پیل شویو عملیاتو چې ورته د عزم عملیات نوم ورکړل شوی دی، په خوست کې یې هم په یو شمېر ولسوالیو او په ولسوالیو کې پر نظامي قرارګاوو او پوستو پیل کړي دي.
د خوست نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د باک ولسوالۍ د چنارګي په پوسته طالبانو د پوستې په نیولوسره خپل عملیات پای ته ورسول.
د طالبانو باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې په خوست ولایت کې د باک ولسوالۍ په یاده پوسته یې څلور اړخیزه عملیات پیل کړي چې په پای کې له پوستې څخه د پولیسو په تېښته پوسته لاسته ورغله.
طالب سرچینې ویلي چې پر پوسته لومړی برید کې ۷ تنه عسکر وژل شوي او څلور یې مرګوني ټپیان دي، چې د پولیسو له تېښتې وروسته د پوستې په نیولو سره په پوسته کې ټول نظامي مهمات طالبانو ته لاسته ورغلي دي.
د پوستې د نیولو پر مهال طالبانو د خپلو دوو تنو د وژل کېدو او د درې ژوبلو تأیید کړی دی.


















