اسرائیلي رسنۍ: ترکي بحري ځواکونو له ختيځ مديترانې يوه اسرائيلي کښتۍ اېستلې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د اسرائيلي تلويزیون د خبریال ‘بارک رادیف’ د خبر له مخې ترکي جنګي بېړۍ د ختیځې مدیترانې څخه د اسرائیلو یوه تحقيقاتي کښتۍ ایستلې ده.

رادیف په خپل ټویټر ليکلي “دوه اوونۍ وړاندې، د اسرائیل” بات ګلیم “کښتۍ، چې اسرائیلي او قبرسي کارپوهان په کې سپاره ول، او په ياده سیمه کې یې پلټنې کولې.

رادیف، د یوه نامعلوم اسرائیلي چارواکي په حواله لیکلي چې د ترکیې هیواد بحري جنګي بېړۍ د ختیځې مدیترانې څخه اسرائیلي کښتۍ ايستلې وه.

رادیف څرګنده کړه چې د اسرائیلو کښتۍ د پیښې پرمهال هغه ځای کې وه، چې قبرس یې د ملکیت ادعا لري.

د اسرائیلي چارواکو په خبره ، د ترکیې بحري کښتۍ سرائیلي تحقیقاتي کښتۍ ته نږدې شوه ، او سمندري افسرانو د کښتۍ له کپتان سره اړیکه ونیوله او په ساحه کې یې د هغه د فعالیتونو په اړه ترې پوښتنې ګروږنې پیل کړې، په داسې حال کې چې هغه په ​​داسې یوه سیمه کې وه چې ترکانو پکې هیڅ واک نه درلود.

د ترکي سمندري بېړۍ افسرانو د اسرائیلي کښتۍ له کپتان څخه وغوښتل چې سمدلاسه ووځي او د لټون له دوام څخه ډډه وکړي، او اسرائیلي کښتۍ دې ته اړ شوه چې څېړنی ودروي او یوې بلې سیمې ته ولاړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button