
د امت دبيدارۍ لپاره د مفکرينو ملغلرې!!
څارنوال حشمت عبیدي
علامه عبدالرحمن الکواکبي او علامه سید جمال الدين افغاني د معاصرو پيړيو هغه دوه ستر مفکرین دي چې د اسلامي خلافت د ضعف په زمانه کې يې دا منلې وه چې که امت بېرته په یوه خلافت کې اوسېدلی نشي ، نو باید چې کم تر کمه سره په اهدافو کې يووالی ولرو، که څه هم دولتونه متعدد شي .
کواکبي د دیکتاتورانه رژيمونو د بدو پایلو په اړه داسې وايي:
استبداد او دیکتاتوري حقايق سره سرچپه کوي؛ له خلکو سره داسې باور او اعتقاد زېږوي چې : د حق غوښتونکي فاجران او ګناهکاران او د حق پرېښودونکي اطاعت کوونکی او فرمانبردار دی، د ظلم څخه شکایت کوونکي فاسد او بیداروونکي ملحد دي، خو هغه چې تړلې خوله مسکینان ناست وي ، همغوی ښه خلک دي.
نو پداسې ټولنه کې بیا نصیحت او خیرخواهي یو بیهوده عمل، غیرت دشمني، شهامت سرکښي او له حق څخه ننګه او ملاتړ حماقت او مهرباني ناروغي ده، لکه چې منافقت سیاست او ذلت سر کوزي مهرباني ګڼل کیږي؟!!



