مشرانوجرګه: امريکا طالبانو سره د سولې توافق کې يوازې د خپلو عسکرو د ايستلو لار غواړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د کابل حکومت د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ کېدونکي احتمالي توافق په اړه اندېښنه ښودلې او په خبره یې امریکا په د افغانستان د سولې او ثبات لپاره نه، بلکې د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره خبرې کوي.
د مشرانو جرګې مرستیال ‘محمد علم ایزدیار’ د نن ورځې غونډې ته ویلي: ” د سولې هغه پروسه چې د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې روانه ده، د افغانستان له سولې او ثبات سره مستقیمه اړيکه نه لري، بلکې امریکا یوازې غواړي د خپلو عسکرو د ایستلو لاره ولټوي.”
د نوموړي په خبره: ” که د قطر په توافق کې کې هر اړخیز اوربند ونشي، دا ډول توافق د افغانانو په خیر نه دی او نور طالبانو او امریکا ته نه ښايي، افغانان نور هم د دې جګړې قرباني کړي.”
دغه راز د مشرانو جرګې بل غړي ‘رحمت الله اچکزی’ هم په دې باور دی چې طالبان د افغانستان له حکومت سره اوربند نه کوي، دا خبره د اندېښنې وړ ده او د افغانستان جګړه نوره هم پېچلې کوي.
د کابل ادارې مشرانو جرګه داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ کیدونکي توافق ته اندېښنه لري، چې طالبان وايي، د کابل اداره په رسمیت نه پېژني، بلکې له امریکایي جهت سره د توافقنامې ترلاسلیک وروسته، سمدلاسه بین الافغاني مذاکرات پيلیږی، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به په اوربند هم پکې خبرې وشي.


