هند کې د پوليسو په ډزو شپږ لاريون کوونکي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۵، دوشنبه)
له تيرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د هندوستان په بيلابيلو ايالتونو کې د حکومت پرضد لاريونونه روان دي چې تر دې دمه پکې د شپږ کسانو د وژل کيدو او یو شمير نورو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی دی.
لاریون کوونکي وايي، چې د هند حکومت دې هغه قانون بيرته ړنګ کړي چې له مخې يې هند ته له پاکستان، بنګله دېش او افغانستانه ورغليو غير مسلمان کډوالو ته د هند تابعيت ورکول کيږي.
دغه قانون دسمبر په يوولسمه د هند پارلمان تصويب کړ چې ورسره سم د دغه هيواد په ځينو ولايتونو کې يې پرضد لاريونونه پيل شول.
لاریون کوونکي وايي، د پارلمان له لوري تصويب شوی دغه قانون د هند اساسي قانون خلاف او سرغړونه ده.
دغه لاريونونه د هند په پلازمينه نوي ډيلي کې هم روان دي چې تيره ورځ پکې قهرجنو لاريونوالو ځينې بسونه، ټرينونه او موټرې وسوځولې.
د هند خبري سرچينې وايي، پرون د پوليسو د ډزو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي او دغه راز دوه تنه نور هم په ډزو وژل شوي چې ګمان کېږي پولیسو به ويشتلي وي.


