بلخ: د نظام الدين قيصاري ۸ کسان وژل شوي او خپله تښتيدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۵، دوشنبه)

له تيرو دوو ورځو راهيسې دولتي ځواکونو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال د اربکي مليشو یو قومندان نظام الدين قيصاري کلابند کړی و خو ځايي سرچينې او چارواکي وايي چې نوموړی له کلابندۍ وتلی دی.

قيصاري سره د هغه په کور کې د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کې وسله والو شتون درلود چې له تيرو دوو ورځو راهيسې يې له دولتي ځواکونو سره مقاومت وکړ.

د بلخ امنيه قومندان اجمل فايز بیګا ناوخته رسنيو ته وويل، چې د هغه د کور تصفيه روانه ده خو په خپله قيصاري نه دی نيول شوی او د مرګ او ژوند په اړه يې هم څه معلومات نشته.

د نظام الدين قيصاري پر کور د عملیاتو پر مهال جنګي الوتکو بمبار هم وکړ چې د دغه بمبار او دواړو خواوو په ډزو کې شاوخوا د عامو خلکو کورونه زيانمن شوي دي.

پرون یکشنبه ناوخته نظام الدين قيصاري ازادي راډيو ته وويل، زما یو کور یې ونیوه او اوس په خپل بل کور کې یم له ۴۵ کسانو سره مې، دوی وايي چې قیصاري یا نیسو یا یې وژنو، زه وایم چې نه مې نیولی او نه مې وژلی شي، څه ګناه مې کړې ده؟ که څه جرم مې کړی وي بايد لومړی اړیکه راسره نيول شوی وای.

نظام الدين قيصاري تر دې مخکې هم پر زورواکۍ، د بې ګناه خلکو پر وژلو، غلاوو تورن و چې تير ۲۰۱۸م کال کې ونيول شو خو تر انتخاباتو لږ وړاندې بيرته خوشې کړای شو.

نوموړي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رحمت الله نبيل ملاتړ اعلان کړی و.

که څه هم چارواکي نظام الدين قيصاري د خلکو پر وژنو، غلاوو، د ځمکو پر غصب او نورو ناقانونه کړنو تورنوي خو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل پر حکومت او اشرف غني نيوکه کړې چې ولې يې د نوموړي کور بمبار او هغه سره يې د زور لاره اختيار کړی.

نبيل په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکي، چې حکومت سره د نظام الدین قيصاري د جرم ثابتولو په باره کې هيڅ ثبوت نشته او که د هغه پرضد کوم سند وړاندې شوی وای نو قیصاري به په خپله خوښه ځان عدلي او قضايي ادارو ته سپارلی وای.

مربوطه مطالب

Back to top button